1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د اضافي ویټامینونو استعمال له کرونا په ساتنه کي مرسته کوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

اوس زیاتره کسان د ویټامینونو د خوړلو او ډول ډول بوټو چایو په څښلو کي له افراط څخه کار اخلي. داسي شواهد هم نه سته چی دا کار به د کرونا ویروس پر وړاندي مصوونیت رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/3a0bR
Koch schneidet Gemüse
انځور: picture-alliance

د واشنګټن پوست ورځپاڼي د رپوټ له مخي د بدن د ایمني سیستم نقش، له ناروغیو او مکروبونو سره د مبارزې پر وړاندي، د بدن دفاع ده. دغه سیستم یو له بل سره ډیري موښتي برخي لري لکه، سپین ګلوبولونه، انتي بادي، د هډوکو مغز، طحال او داسي نور.

دغه سلولونه او غړي په همږغي ډول فعالیت کوي تر څو د خطرناکو ناروغیو عوامل لکه ویروسونه راڅرګند او هغه له منځه یوسي.

د هاوارد د طب پوهنتون د تغذیې د څانګي کارپوهه جولي ستفانسکي وایی: »دا سمه ده چي د ايمني سیستم ځیني برخي د طبیعي کړنلاري له پاره ویټامینونو او معدني موادو ته اړتیا لري، خو تر اندازې ډير ویټامینونه، د بدن د ایمني سیستم د قوي کیدو سبب نه کیږي. له همدې کبله باید تاسو حداقل په اوونۍ کي یو وار۱۵۰ دقیقي جسمي فعالیت وکړی. له سګریټ څکلو څخه لاس واخلی. منظم ورزش له یاده ونه باسی او هڅه وکړی چی د شپې له خوا اوه یا اته ساعته خوب وکړی.«

که داسي یو غذايي رژیم ولری چي په هغه کي د ویټامینونو، پروتینونو او په کافي اندازه معدني موادو خوړل شامل وي، نو دې ته اړتیا نه لری چي په بازار کي د غذا د بشپړیدو له پاره نور ویټامینونه هم رانیسی.

هڅه وکړی چي نیم غاب یا بشقاب مو په ترکاریو ډک وي او داسي غذاوي وخوری چي په هغه کي پروتین داره مواد لکه هګۍ، چرګ، ماهی، لوبیا، غلې دانې. زویا او وریجي شاملي وي.

د ترکاري او ميوې اهمیت لري

د رنګارنګو ترکاریو انتخاب لکه، زردکي، مرچ، پاڼي لرونکي سبزیجات، او میوې لکه توت یا سیب، په بدن کي د وټامین سي اړتیا پوره کوي.

د ویټامین ډي اخیستل هم حیاتي ارزښت لري. دا ځکه چي ددغه ویټامین کمښت، حساسیت او د میکروب اخیستلو ته زمینه برابروي.

لکه څرنګه چي دغه ویټامین په ډیرو لږو غذايي موادو لکه شیدو او غوړ لرونکو ماهیانو کي پیدا کیږي نو زیاتره وخت باید د هغه د بشپړ کولو له موادو څخه ګټه واخیستل سي.

که د اړتیا وړ ویټامینونه او معدني مواد مو د غذا له لاري ترلاسه نه کړل، نو کولای سی مولټي ویتامین استعمال کړی. خو د غذا د بشپړیدونکو موادو په مصرف کي له احتیاطه کار واخلی.

د اییل پوهنتون د طبي ډلي غړی، الن اف فاکسمن وايي: »هغه لارښووني چي ددغو موادو پر کاغذ لیکل سوي وي، زیاتره وخت د امریکا متحده ایالاتو د غذايي ادارې له خوا نه وي تائید سوي. له همدې کبله هڅه وکړی چي مخکي له خوړولو هرو مرو له خپل ډاکټر سره مشوره وکړی، تر څو د خوړلو اندازه يي په نظر کي ونیول سي او دا چي د نورو دواوو له مصرف سره په ټکر کي را نه سي.«