1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل هوايي ځواکونو په سوريې کې بمبارۍ کړي

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

د اسرائيل هوايي ځواکونو په سوريه کې پر ګڼ شمير هدفونو بمبار کړي دي. په دغو حملو کې د سوريې پوځې سنګرونه نه، بلکه د ايران پوځي ځواکونو پوستې په نښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3OS33
Israel Kampfjet
انځور: Getty Images/AFP/J. Guez

له تل ابيب او بيت المقدس څخه د ورکړل شوو رپوټونو په حواله، دغه پوځي عمليات د القدس پر واحدونو او دغه راز پر شيعه مذهبه مليشو ترسره شوي، چې په هغو کې جيت جنګي الوتکو د د مليشو مرکزونه په نښه کړي دي.

په رپوټونو کې زياته شوې، چې دغو مليشو د څو ورځو راهيسې داسې يو پلان باندې کار کاوه چې پر اساس یې له سوريې پلازمينه دمشق څخه، د بې پيلوټه الوتکو په واسطه پر اسرائيل بمبارۍ وکړي. پر چاوديدونکو توکو سمبال دغو «بې پيلوټه الوتکو» د حملو پلان د اسرائيل شمالي سيمې ښودل شوي دي. د دغو بې پيلوټه الوتکو د حملو ځواک يا تخريب، توغندي ته ورته دی.

د اسرائيل لومړي وزير، بنيامين نتنياهو په دې اړه به قهرجنه لحجه ويلي دي: «ايران په هيڅ ځای کې له خونديتوبه برخمن نه دی.» هغه زياته کړې: «څوک چې راپاڅيږي تر څو تا ووژني، نو لومړی په خپله هغه ووژنه.»

د اسرائيل لومړي وزير ټينګار وکړ چې اسرائيل به بيا هم د خپل امنیت د تضمين له پاره د ايران او د هغه د متحدانو پر ضد اقدامات تر سره کړي.

د سورېې حکومتي رسنيو بيا داسې رپوټونه ورکړي چې د اسرائيل د هوايي ځواکونو حملې بريالۍ نه وې او د سورې د هوايي دفاع ځواکونو، پر دمشق باندې د دښمن حملې شنډې کړي دي.

د سورېې پوځ هم ويلي دي چې «د اسرائيل ډير شمير توغندي، مخکې له دې چې هدف ته ورسيږي شنډ کړل شول.» عيني شاهدانو هم هوايي چاودنې تائيد کړي دي.

 اسرائيل په پرله پسې توګه سورېه کې چې په جګړه کې ښکيل هیواد دی، اهداف په نښه کړي دي.

د ايران حکومت د سورېې له ولسشمر، بشار الاسد سره نژدې اړيکې لري. ايران د مختلفو جنګي مليشو څخه ملاتړ کوی او د سورېې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد سرتيرو ترڅنګ مبارزه کوي.