1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او فلسطين د خبرو تر مخه زورزياتی

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

اسرائيل او فلسطينيان د چهارشنبې په روځ په رسمي ډول خبري اتري پيلوي. خو تر دغو خبرو اترو څو ساعته دمخه يو پر بل باندي د توغنديو بريدونه دا ښيي چي سولي ته سره رسېدل څومره ستونزمن کار دی.

https://p.dw.com/p/19P6q
A picture taken from the southern Israeli town of Sderot shows four rockets being launched from the Gaza Strip into Israel on November 16, 2012. Israeli warplanes carried out multiple new air strikes on the Palestinian territory, including several hits on Gaza City, the third day of an intensive campaign which the military has said is aimed at stamping out rocket fire on southern Israel. AFP PHOTO / JACK GUEZ (Photo credit should read JACK GUEZ/AFP/Getty Images)
Palästinenser Gaza Stadt Raketenangriff Richtung Israelانځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images

وروسته له هغه چي له فلسطيني خواري څخه د اسرائيلو د «سيدروت» پر سرحدي ښار باندي توغندی وتوغول سوه، د اسرائيلو هوايي ځواک د چهارشنبې په شپه په غزې تراډه کي يو شمېر هدفونه بمباري کړل.

د اسرائيلو د پوځ يوه وياند پيتر لرنر، ويلي دي چي د دغه هيواد له خوا هوايي بريد د فلسطیني جنگياليو د هغه توغنديي يرغل په جواب کي تر سره سوی دئ، چي پر ملکي اسرائيليانو باندي ئې کړی وو. هغه وويل : «دا يوه مزخرفه وضعه ده چي د نړۍ په هيڅ ځای کي د منلو نه ده.» تر اوسه پوري د دغه پيښي د قربانيانو په اړه څه نه دي ويل سوي.

اسرائيلو او فلسطينيانو پتېيلې ده چي نن چهارشنبه (۲۰۱۳ کال د اگست ۱۴) په بيت المقدس کي د سولي خبري پيل کړي. د امريکا متحده ايالاتو له خوا منځگړی مارتين انديک، د اسرائيلي هيئت له مشري سيپي ليوني او د فلسطينيانو د هيئت له مشر صايب عريقات سره غواړي چي په لومړي سره کي د خبرو اترو د وخت او قيد و شرط پر ټاکلو باندي يوې موافقې ته سره ورسږي.

اسرائيليان او فلسطينيان د امریکا متحده ايالاتونو په منځگړيتوب تر درې کلن ځنډ وروسته دوې اوونۍ دمخه يو وار بيا د سولي د خبرو اترو د پيلدو چاري پيل کړي. د دغو خبرو اترو يوازنۍ موخه د يوه خپلواک فلسطيني دولت د جوړولو پر سر موافقې ته سره رسېدل ده.

تيره ورځ ناوخته اسرائيلو د دغو خبرو د ښه پرختگ له پاره په اوږده بند باندي محکم سوي ۲۶ تنه فلسطيني بنديان آزاد کړل. په پلان کي ده چي د خبرو اترو له پيل سره به ۱۰۴ فلسطيني بنديان آزاد سي.

خو دغه خبري اتري نه يوازي د راکټي بريدونو د ترسره کولو تر سيوري لاندي راغلي دي، بلکي د اسرائيلو له خوا په فلسطيني سيمو کي د اسرائيلي ناقلينو له پاره د نورو کورونو د جوړولو اعلان هم زياته اغېزه باندي کړې ده.

د بيت المقدس ښاروال د سه شنبې په ورځ د ۹۴۲ نوو کورونو د جوړولو اعلان وکړ. د دې ترمخه د اسرائيلو د ودانیو جوړولو وزير له فلسطين څخه په لاندي سوو سیمو کي د ۱۱۰۰ نوو کورونو د جوړولو مصوبه اعلان کړه.