1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسد د ريژيم وروستۍ ورځې رارسیدلي دي»

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

د المان بهرنۍ استخباراتي اداره (BND) وايې چې د اسد ريژيم راپرځیدونکی دئ. په عينې حال کې د سوريې او اردن پر پوله يوه نښته سوې ده. دا به داسې حال کې ده چې هیلري کلنتن په ترکیې کې د سوریې په اړه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/15nzT
انځور: Reuters

د المان د بهرنۍ استخباراتي ادارې (BND) رئيس گیرهارد شيندلر، وايي چې زياتې داسې نښې نښانې تر سترگو کيږي چې په سوريه کې د اسد د ريژيم د پای د رارسیدو خبر ورکوي.

شيندلر دا څرگندونې له المانۍ ورځپاڼې «Die Welt» سره په خبرو کړې دي. د نوموړي په وينا د بشارالاسد هغه پوځ چې پخوا ئې شمیر ۳۲۰ زره کسانو ته رسیده اوس یوازې ۵۰ زره سرتیرو ته رالویدلی دئ. شيندلر زياتوي چې د اسد د رژیم ډیر شمیر سرتیري د هغه له مخالفینو سره یوځای شوي دي.

د گيرهارد شيندلر د ادارې د معلوماتو له مخې په سوريه کې د وسلوالو ياغيانو شمیر د ۲۰ زرو په شاوخوا کې اټکل سوی دئ. شيندلر وايي: «د ياغيانو ډلې وړې او له خپلو سيمو سره تړلې دي چې له کبله ئې زياتې اغیزمني دي. هغه په دې وجې چې د دوی کوچني جوړښتونه د اسد د ريژيم له پاره د دوی په جگړه کولو کې سترې ستونزې رامنځ ته کوي. د دغو ډلو د بريا فورمول د هغوی چيريکي جگړه ده چې پوځ ئې له سترو ستونزو سره مخامخ کړی دئ.»

د (BND) د رئيس په وينا دوی داسې معلومات لري چې له مخه ئې ورته جوته سوې ده چې د اسد د ريژيم په مخاليفينو کې د اسلامپالو شمیر ډیر کم دئ. شيندلر زياته کړې ده: «اسلامپاله ډلې په لږکيو کي راځي. خو بايد وويل سي چې داسي ډلې هم په ياغيانو کې شته لکه د النصره چې له القايدې سره اړيکې لري.»

سرحدي جگړه

په داسې حال کې چې په سوريه کې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ نښتې دوام لري، د سوريې او د اردن پر پوله د دواړو هيوادونو د سرحدي سرتیرو تر منځ وسلواله نښته رامنځ ته سوې ده. د اردن د امنيتي چارواکو په وينا نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې د سوريې سرحدي چارواکو د هجرت کوونکو پر ۵۰۰ کسيزه ډله ډزې وکړې. د اردن ځواکونو د دغو ډزو ځواب په ډزو ورکړ چې له کبله ئې ياده نښته رامنځ ته سوه. دې نښتې نيم ساعت دوام وکړ. د اردني چارواکو په وينا په دغه نښته کې د دې هیواد سرتیرو ته هيڅ مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

کلنتن ترکیې ته سفر کړی دئ

د امريکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزيره هیلري کلنتن، په ترکيه کې ده. کلنتن غواړي چې له نزدې په ترکيه کې د اسد د ريژيم له مخاليفينو سره خبرې وکړي. د امریکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې کلنتن به د سوريې له وسلوالو مخاليفينو سره و نه ويني بلکې يوازې به د ښځو، ځوانانو او انترنتي پاڼو د څښتنانو سره ليدنې وکړي. د نوموړي وزارت په وينا کلنتن غواړي چې په دې هکله معلومات تر لاسه کړي چې متحده ايالت نورې څه ډول مرستې کولای شي.

ويل کيږي چې متحده ايالت د اسد له ريژيم د مخاليفينو سره مرستې کوي چې پکښې د هغوی له پاره مخابراتي اسانتياوې برابرول هم شامل دي. کلنتن به په ترکيه کې د دې هیواد له لومړي وزير رجب طيب اردوغان، او ولسمشر عبدالله گل، سره هم وويني. ويل سوي دي چې په دغو ليدنو کې به د نورو موضوعاتو تر څنگ په ترکيه کې د سوريې له کډوالو سره د مرستو پر موضوع هم خبري وسي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش