د اسامه د وژنې په اړه د پاکستان رپوټ خپور شو
۱۳۹۲ تیر ۱۸, سهشنبهالجزیرې د دوشنبې په ورځ د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د پاکستاني پوځ له خوا څه نا څه دوه کاله مخکې جوړ شوی رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ ۳۳۶ پاڼې لري. په دې رپوت کې د پاکستاني استخباراتي چارواکو پر وړتیاو باندې نیوکه شوې ده. پر دې سربیره دغه رپوټ د پاکستان پر رهبري هم له دې کبله نیوکې کړې دي چې په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي سازمان له عملیاتو بې خبره ول.
اسامه بن لادن تر لس کلوني پلټني وروسته د پاکستان په زړه کې د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې پر دوهمه نیټه د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو. بن لادن د پاکستان د پلازمیني په شل کیلومترۍ کې د ایبټ آباد په ښار کې څو کاله ژوند وکړ.
امریکایي ځواکونو بېله دې چې پاکستاني چارواکي په دې خبر کړي چې اسامه بن لادن یې موندلی دی د هغه د وژلو عملیات ترسره کړل. دې موضوع پاکستان سخت په غوسه کړ او د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ اړیکې نور هم ترینګلي شوې. د الجزیرې له خوا د پاکستان په رسمي خپور شوي رپوت کې راغلي دي: «امریکا متحده ایالاتو د یوې جنایتکارې ډلې په څیر عمل وکړ.»
بې احتیاطي
په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي: «تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې اصلي تراجیدي په دې که ده چې پاکستان لس کاله د دې موضوع په کشفولو کې پاته راغی چې اسامه بن لادن یې په خاوره کي اوسیږي.» رپوټ زیاته کړې ده چې پاکستان په دې کې هم پاته راغلی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د هغې پالیسۍ مخه ونیسې چې له کبله يې د پاکستان په برخه کي نړیوال شرمنده ګي راغله.
په رپوټ کې د پاکستان له پوځه نیولې بیا تر دولتي چارواکو پوري پر ټولو باندې نیوکي شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي: «په لنډه توگه ویل کیدای شي چې د پاکستان د دولت په ټولو بخشونو کې د ناکارایي او بې احتیاطي بېلابېلي کچې موجودې وې.»
دا په داسې حال کې ده چې په رپوټ کې راغلي دي چې داسې شواهد نه دي موندل شوي چې وښيي کوم اوسني یا هم پخواني پاکستان چارواکي له اسامه بن لادن سره د هغه په پټېدو کې مرسته کړې ده. رپوت روښانه کړې ده: «دا په داسې حال کې ده چې په دې موضوع کې د دولتي او یا هم غیر دولتي کسانو د ښکیلتیا امکان نه شي ردیدای، بیا هم کوم کس د اسامه بن لادن د پټ ساتلو په موضوع کې ګرم نه دی بلل شوی.»
په رپوت کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې دا یوه حیرانوونکې موضوع ده چې ولي کوم پاکستاني چارواکی په ایبت آباد کې د اسامه بن لادن په اوسیدو نه دي پوه شوي. رپوټ ویلي دي چې دا خبره ځکه حیرانوونکې ده چې د اسامه بن لادن کور له نورو کورونو لیري وو او لوړ دیوالونه یې لرل چې په نورمال حالت کې باید دغه موضوع د ډیر شمیر کسانو توجه ځان ته جلب کړي وای.
د اسامه د ژوند په اړه معلومات
په هغه کمېسیون کې چې دغه رپوټ یې جوړ کړی دی د پاکستان د هغه وخت د سترې محکمې مشر، د پوځ متقاعد جنرالان او دیپلوماتان شامل ول. رپوټ د ۲۰۱ شاهدانو د څرګندونو پر اساس جوړ شوی دی. په دغو شاهدانو کې د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي، یو شمیر پاکستاني استخباراتي او دولتي چارواکوي هم شامل دي.
په رپوټ کې تر ۲۰۰۱ کال وروسته د اسامه بن لادن د ژوند په اړه هم یو څه معلومات ورکړل شوي دي. د رپوټ له مخې اسامه په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان ته رسیدلی وو او تر ایبټ آباد مخکې یې په سوات او هریپور سیمو کې وخت تیر کړی وو. په دې ترتیت سره نو اسامه په ۲۰۰۵ کال کې ایبټ آباد ته رسیدلی وو.
د رپوټ په حواله اسامه په ایبټ آباد کې د اوسیدو پر مهال ان د القاعدې له ډیرو بااعتمادو غړو سره له لیدو هم ډډه کړې وه.