1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د فوټبال د ۲۰۱۲ کال اتلولۍ پیل شوې

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

د اروپا د فوټبال د اتلولیو په لومړیو دوې لوبو کې اوه گولونه ووهل شول. د دې سیالیو لومړۍ لوبه د یونان او پولند تر منځ وو چې دواړو لوبډلو پکښې یو، یو گول وواهه. دویمه لوبه د روسیې او چک تر منځ وه چې روسيې وگټله.

https://p.dw.com/p/15BD0
انځور: Reuters

د جمعې په شپه د وارسا د فوټبال لوبغالی له هغو کسانو ډک وو چې د پولندۍ لوبډلې د تشویقولو له پاره راغلي ول. خو یونان د دې سربيره هم لوبه د مساوي له پایلې سره پای ته ورسوله. دغه لوبه د اروپا د ۲۰۱۲ کال د فوټبال د اتلولیو لومړۍ لوبه وه.

د لوبې له پیلیدو سره پولند د یونان پر گول باندې خپل بریدونه پیل کړل او د لوبې په لومړۍ نیمایي کې ئې خپله سیاله لوبډله یو گول ووهله. د لوبې په شلمه دقیقه کې د یونان یوه لوبغاړي ژیړ کارت تر لاسه کړ او لږ وروسته همدې لوبغاړي یو بل ژیړ کارت ترلاسه کړ. له دې سره نو یونان د لوبې دویمه نیمايي له خپل یوه لوبغاړي پرته تر سره کړه.

د لوبې په دویمه نیمایي کې که څه هم یونان خپل یو لوبغاړی له لاسه ورکړی وو خو بیا ئې هم ښه لوبه تر سره کړه او د لوبې مساوي کوونکی گول ئې وواهه. دغه لوبه له همدې پایلې سره پای ته ورسیده.

روسیې د چک جمهوریت ته ماتې ورکړه

د لوبې په پیل کې چکي لوبډلې ډیره ښه لوبه وکړه. ډیر وخت ئې توپ پخپل اختیار کې درلود او ډیر ځلي ئې د روسیې پر گول باندې بریدونه وکړل. خو دغه ټول د لوبې تر ۱۰مې دقیقې وروسته بدل شول. روسیې په ۱۵ دقیقه کې خپل لومړی گول وواهه. د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې روسیې دویم گول هم ووهه.

د لوبې دغه پایله تر ۵۲مې دقیقې پورې پاتې شوه خو په دغه وخت چکي لوبډلې خپل لومړۍ گول وواهه. روسیې بیا د لوبې په ۷۲ دقیقې کې خپل دریم گول وواهه او له دې سره ئې د لوبې کنترول په بشپړه توگه پخپل لاس کې واخیست. روسیې په درو گولو هم اکتفا و نه کړه او د لوبې په ۸۲مې دقیقې کې ئې څلورم گول وواهه او له دې سره ئې د چکي لوبډلې له پاره ټولې هیلې له منځه یوړي.

لوبه د څلور د یو پر وړاندې پایلې سره پای ته ورسیده. له دې سره نو روسیې دغه سیالۍ په هغه ډول چې غوښتې پیل کړې.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض