1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه

د اروپايي ټولني هغه سرمشريزه چي د راتلونکو ۷ کلنو له پاره يې بايد د دغي ټولني بوديجه ټاکلې وای، بې له کومي پايلي پای ته ورسېده.

https://p.dw.com/p/16sir
انځور: Reuters

د دغي غونډي تر پېل مخکي د اروپايي شورا رئيس هېرمان فان رومپې وړانديز کړی وو، چي د اروپايي ټولني په بوديجه کي دي د پراختيايي مرستو حجم يوولس سلنه راکښته سي. که د هغه د غه وړانديز منل سوی وای د نورو ټولو سپماوو په پرتله به دا په ډيره ستره کچه راکښته والی وای. خو په سرمشريزه کي د رومپې پر دغه وړانديز باندي نيوکي وسې.

د لکسمبورگ هيواد لومړي وزير ږان کلاوډې ينکر، د اروپايي ټولنې له خوا د تر سره کېدونکو مرستو د لږولو په هکله دويچه وېله ته وويل، چي دا د اروپايي ټولني له پاره نه ښايي چي له غريبو هيوادونو سره په مرستو کمولو سره سپما وکړي. هغه وويل:

«زه نه پوهېږم چي موږ به نوري نړۍ ته دا څرنگه تشريح کړو، چي موږ د پراختيايي مرستو له پاره تر دې وروسته لږ پيسې مصرفوو. زه پوهېږم چي د اروپايي ټولني زيات غړي هيوادونه په خپلو کورنيو بوديجو کي د پراختيايي مرستو کچه راکښته کوي. خو موږ په لکسمبورگ کي دا ډول سپما نه کوو.»

ينکر زياتوي، چي اروپايي ټولنه بايد د خپل پراختيايي مرستو له مسئوليته ځان داسي ليري نه کړي، لکه وړانديز چي يې سوی وو. هغه وايي له دې ډول سپما سره تړلو پرېکړو پر وخت هغه کسان نه وي موجود چي د دغي سپما اغېزه ورباندي لويږي. د هغه په وينا هغه کسان چي د غريبانو غريبان دي.

دی وايي چي د پرېکړو پر وخت هغه ۲۴۰۰۰ ماشومان چي هر کال له لوږي مري د بحث مېز ته نه وي ناست. خو څوک يې بايد له پامه ونه غورځوي.

د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو استازو لا تر اوسه په پراختيايي مرستو کي د کموالي راوستلو وړانديز نه دی منلی. يوه وجه يې دا ده چي د ۲۰۱۴او د ۲۰۲۰ مېلادي کلنو له پاره د اروپايي ټولني پر بوديجې له سره هيڅ توافق ونه سو. خو د راتلونکي مېلادي کال د جنورۍ په مياشته کي به پر دغي بوديجې يو ځل بيا خبري وسي.

د شمېرو له مخي اروپايي ټولنه په پراختيايي مرستو کي د ۷ کلنو له پاره په ټوليزه توگه ۶۶ ميليارده يورو مصرفوي. په داسي حال کي چي ټوله بوديجه د ۱۰۰۰ميلياردو يورو په شاوخوا کي اټکل کيږي.

د اروپايي کمېسيون رئيس خوسي مانويل باروسو بيا وايي چي په پراختيايي او مرستندويه بوديجه کي لږ کمښت هم د يو شمېر انسانانو له پاره ډيري جدي پايلي لرلای سي. د هغه په وينا د نورو کارونو تر څنگ په دغه مرستندويه بوديجه کي د غريبو هيوادونو ماشومان ښوونځيو ته ځي، کوچنيانو ته واکسين ورلگول کيږي او داسي نور. د هغه په وينا که په دغه بوديجه کي کمښت راوستل سي نو ښايي د يو شمېر انسانانو ژوند له گواښ سره مخامخ کړي.

بله خوا د ملگرو ملتونو بډايه هيوادونو هوډ کړی وو، چي تر ۲۰۱۵مېلادي کاله پوري به د خپل کورني خالص عايد ۰،۷ سلنه برخه په پراختيايي مرستو کي لگوي، په ۲۰۱۰ کال کي دغه مرسته ۰،۴۳ سلنه وې. يعنی دغه هيوادونه له هغه څه نه ډير ليري دي، چي ژمنه يې کړې وه.

اوس بحث پر دې باندي دی، چي آيا دغه پاته برخه هم کمه کړل سي که څرنگه؟ دا چي دغه هيوادونه خپله ژمنه پوره کړي او خپلي پراختيايي مرستي زياتي کړي، په دې هکله تر اوسه د بوديجې په غونډو کي هيڅ وړانديز نه دی سوی.

ريگارد بيرند/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل