1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني د غونډي مهمه موضوع به يونان وي

۱۳۹۰ بهمن ۹, یکشنبه

په آلمان کي يو شمير سياستوال د يونان له اقتصادي سياست څخه راضي نه دي او غوښتنه کوي چي اروپايي ټولنه بايد د يونان پر اقتصادي سياست اغيز ولري. دوی وايي چي د يونان له خوا د سپما اوسنۍ هڅي بريالۍ او کافي نه دي.

https://p.dw.com/p/13seu
«د يونان له خوا د سپما اوسنۍ هڅي کافي او بريالۍ نه دي»
«د يونان له خوا د سپما اوسنۍ هڅي کافي او بريالۍ نه دي»انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا په ټولو هيوادونو کي پر سپما، د مصارفو پر کمولو او پر مؤثره په اروپا کښي د هغو هيوادونو د بوديجو او احتمالي سپماوو په هکله خبري کيږي چي د پورونو د بحران سره مخامخ دي، لکه يونان او پرتگال.

د سپما ددغي پاليسۍ له کبله د دغو هيوادونو د بې روزگارانو په شمير کي هم زياتوالی راغلی دئ. د دغي ستونزي د هوارۍ له پاره د اروپايي ټولني مشران اوس په سلا مشورو اخته دي.

د آلمان د ماليې وزير وولفگانگ شويبله په بروکسل کي وويل چي په راتلونکې غونډه کښي به يوه مهمه موضوع دا وي چي په اروپا کي څرنگه اقتصادي سيالي لا ښه کيدلای سي:

«د اقتصاد د پياوړي کولو له پاره ټول گامونه په دې پوري تړلي دي چي د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو پر اقتصادي پرمختگ څومره اغيزمن دي.»

اروپايي ټولنه غواړي چي د خپلو غړو هيوادونو د اقتصاد د پياوړتيا له پاره د خپلو مرستو اقدامات په داسي توگه تر سره کړي چي له وجي ئې پورونه لا زيات نسي.

المان د اروپايي ټولني او د يورو د پولي واحد هغه غړی هيواد دئ چي په اقتصادي توگه ډير پياوړی دئ. د يورو پولي واحد د ژغور په صندوق کي آلمان خورا ډيري پيسې لگولي دي. د بيلگي په توگه د يورو د ژغورني له صندوق څخه د يونان سره اقتصادي مرستي کيږي او ورته آسانه او ارزانه پور ورکول کيږي.

خو د آلمان په دننه کښي يو شمېر سياستوال د يونان له اقتصادي سياست څخه راضي نه دي او غوښتنه کوي چي بايد اروپايي ټولنه د يونان پر اقتصادي سياست اغيز ولري.

يو شمېر کارپوهان وايي چي د يونان له خوا د سپما اوسنۍ هڅي کافي او بريالۍ نه دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسټرويله دغه ټکي ته اشاره کوي:

«اقتصادي بحران ته له دې لاري د پای ټکی نسي ايښوول کيدای چي د پورونو اخيستل آسانه کړي. د دي پر ځاي بايد د بوديجوي انضباط او د جوړښتونو د رغوني له لاري د سيالۍ توان لوړ سي او په دې توگه اقتصادي پرمختگ رامنځ ته سي. موږ دې ته چمتو يو او دمخه مولا په دې اړه تر ۲۰۰ميليارده ډيري يورو مصرف کړي دي.»

د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولني سرمشريزه پيليږي چي عمومي موضوع ئې د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو اقتصادي ستونزه ده.

هسلباخ/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل