د اروپايي ټولني اووه کلنه بوديجه تصويب سوه
۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبهد اروپايي ټولني پارلمان د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ کاله پوري د ۷ کلونو له پاره ۹۶۰ ميليارده يورو بودیجه تصویب کړله. مخکې تر دې د دغې بودیجې اندازه ۹۷۵ ميليارده يورو ټاکل شوې وه چې د غړو هیوادونو د استازو له خوا تر اوږدو بحثونو وروسته د ۱۵ ميلياردو يورو په کسر سره تصویب شوه.
د یادوني وړ ده چې دا د اروپايي اتحاديي په تاریخ کې د اوږدې مودې په بودیجه کې د کسر را منځته کولو لومړنی بېلګه ده. د اروپا پارلمان له خوا د دغه بودیجې تصویبیدل په دې برخه کې یو لوې خنډ ګڼل کیدی چې تیره ورځ«سه شنبه د نومبر۱۹» لیري کړل شو.
تر دې وروسته به دغه بودیجه د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کې د تصویب له پاره وړاندي کړل شي. د اروپا پارلمان دغه بودیجه د سه شنبې په ورځ د فرانسې د «شتراس برګ» په ښار کې د یوې غونډي په ترڅ کې تصویب کړه.
د اروپا پارلمان ۵۳۷ استازو موافقي او ۱۲۶ استازو مخالفي رای وکارولې. ۱۹ تنو استازو د خپلو رایو له کارولو څخه ډډه وکړه. وروسته تر دې د اروپايي ټولني مشر هیرمن فان رمپويې، دا د اروپا له پاره یوه حقیقي بودیجه وبلله.
په دې پرمختګ سره د هغو اوږدو بحثونه لړۍ پای ته ورسیده، چې د سپما پروګرام سره د لیوالو حکومتونو او اروپايي کمېسیون تر منځ روانه وه. اروپايي کمېسیون د پرمختګ او کارځایونو د رامنځ ته کولو په موخه د بودیجې د ډیرولو په حق کې وو.
د اروپايي پارلمان مشر مارټین شلز، د دغه پرمختګ په اړه د خوښې د څرګندولو تر څنګ وویل چې اوس به د اروپايي ټولني بودیجه پر داسي پروژو باندي ولګول شې چې له امله يي ځوانانو ته د کار روزګار زمینه برابره شي.
همدارنګه شلز زیاته کړه چې له دغو پیسو څخه به له هغو هیوادونو سره مرسته وشې چې اقتصادي حالت يي چندان ښه نه وې. د دې ترڅنګ به د څېړنو، کرهڼې او پرامختیايي پروګرامونو په برخه کې دغه بودیجه په مصرف ورسول شي.