د ارام خوب لرلو توصيې
د انسان د عمر ډېره برخه په خوب تيريږي. کرار او ارام خوب د هغو کسانو له پاره يوه خيالي کيسه ده چي خوب نه لري. ډېر کسان له بې خوبۍ او بدخوبۍ څخه رنځ وړي. خو د عادت بدلون کيدای سي ځيني وختونه اغېزمن وي.
کوښښ وکړئ، هغه مهال بيده سئ چي په رښتيا خسته سوي ياست او خوب درغلی وي.
کوښښ وکړئ چي د بيدېدو او له خوبه راپاڅېدو وختونه مو منظم وي.
دا به ډېره ښه وي چي تاسي له قهوې، تورو او شنو چايو، کوکاکولا او انرژۍ لرونکي څښاک څخه تر خوب کولو ۴ يا ۶ ساعته دمخه لا پرهيز وکړئ.
د شپې له خوا په ځانگړې توگه چي بستر ته ځئ له سيگريټ څکولو څخه ډډه وکړئ.
دا به ډېره ښه وي چي د خوب خونه مو داسي آرامه وي، چي ږغونه پکښې نه اورېدل کيږي او تاريکه وي. که مو شاوخوا ږوږ وي په غوږو کي يو شی کښېږدئ.
کوښښ وکړئ چي د خوب خونه مو نه گرمه او نه سړه وي. د خوب د خوني هوا ۱۸ درجې وي.
که څه هم ورزش د سترس د رفع کولو له پاره اغېزمن دئ، خو کوښښ وکړئ چي تر بيدېدو دمخه له سختو ورزشونو ډډه وکړئ، ځکه چي دغه شان ورزشونه د ويني د چټک جريان سبب کيږي.
د ورځي له خوا له اوږده خوبه ډډه وکړئ. د غرمې خوب ښه دئ چي تر پنځلسو دقيقو ډېر نه وي.
که څه هم په بستر کي تلويزيون ته کتل، مطالعه يا حتی لپ تاپ سره په اسانه کار کيدلای سي، خو د هغو کسانو له پاره چي خوب نه لري، توصيه کيږي چي له دغه کاره ډډه وکړي. کوښښ وکړئ چي بستر مو يوازي د خوب له پاره وي.
په هغه صورت کي چي د خوب پرمهال ناارامه ياست او پر کټ رغړئ، ښه به وي چي هر گړی ساعت ته ونه گورئ، ځکه چي مخکي له مخکي تر عصبي فشار لاندي راځئ او خوب مو خرابيږي.
که مو احساس کړه چي خوب نه درځي، کوښښ مه کوئ چي په زوره بيده سئ. بهتره ده چي راپاڅئ او يوه سرگرمي ځان ته پيدا کړئ، څو په طبيعي توگه خسته سئ او خوب درسي. يوه پياله چای چي نه شن او نه تور وي کولای سي تاسو ته ارامښت درکړي.
آيا ستاسو بې خوبي او بدخوبي په دې خاطر ده چي تاسو په راتلونکو ورځو کي د کارونو په اړه فکر کوئ؟ په دې صورت کي نو ښه ده چي د ياداښت يوه کوچنۍ کتابچه مو د کټ وبغل ته پرته وي او دغه کارونه پکښې ياداښت کړئ. په دې سره دغي فکرونه لږيږي.