د «ادیان د سولې له پاره» نړیوال کنفرانس دوهمه ورځ په انځورونو کې
«ادیان د سولې له پاره» نړیوال کنفرانس د بایرن ایالت په لنداو کې ادامه لري. په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ټولو ادیانو د استازو، مدني ټولنې فعالانو او د ښځو چارو د فعالانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډیر کسان ګډون لري.
له دین او مذهب څخه ناوړه استفاده
په دغه نړیوال کنفرانس کې د آلمان د ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر په ګډون د مختلفو ادیانو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ګډونوال برخه لري. د آلمان ولسمشر شتاین مایر په خپله وینا کې وویل چې نن ورځ له دین او مذهب څخه د شخړو د رامنځ ته کیدو په برخه کې کارول کیږي.
دین او سوله
د دغه نړیوال کنفرانس هدف د مذهبونو ترمنځ همغږي ښوول شوې څو په ټوله نړۍ کې دیني او مذهبي څیرې د شخړو د لمنځه تلو په برخه کې فعالیت وکړي. دا لومړی ځل دی چې آلمان د دغه راز یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب کوي.
د یوه او بل منل
د آلمان په لنډاو ښار کې د دغه نړیوال کنفرانس ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د بیلابیلو مذهبونو او ادیانو ترمنځ د اختلافاتو د لمنځه وړلو په برخه کې د هڅو ژمنې وکړې. «ادیان د سولې له پاره» دغه کنفرانس له نن څخه کابو ۵۰ کاله وړاندې په خپلو هڅو پیل وکړ څو د دین او مذهب له کبله رامنځته شوو شخړو ته د پای ټکی کیږدي.
پراخې نړیوالې هڅې
د مسلمانانو، عيسويانو، يهودانو، بودايانو، سيکانو او د نورو کسانو په ګډون د نړۍ د نورو اديانو استازي او دینې عالمان ګډون لري. دوی غواړي چې په دې درې ورځني کنفرانس کې پر داسې لارې چارو خبرې وکړي چې پرمټ یې د مختلفو ادیانو د پیروانو ترمنځ د شخړو مخنیوی وشي او دوی لا سره نیږدې شي.
ادیان او پیوستون
په دې کنفرانس کې که څه هم ګډونوالو بیلابیل مذهبونه، بیلابیلې جامې او ظاهراً له یوه او بله جلا ښکاري، خو انسانیت، د یوه او بل منلو، مسکا او د راتلونکې له پاره د ګډو هڅو ژمنو دوی سره یوځای کړي دي. په کنفرانس کې لیدل کیږي چې هندوان له مسلمانانو، مسلمانانو له یهودانو،عیسویان له بودیانو او نورو مذهبونو له استازو سره خبرې کوي، خاندي او په ګډه خواړه خوري.
په آلمان کې د ادیانو لومړی ترټولو ستر نړیوال کنفرانس
په مجموعي ډول په دې کنفرانس کې تر۱۲۰ د ډیرو هیوادونو شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ګډون کړی دی. د دوی په ډله کې حکومتي استازي، مدني فعالان او د ښځو د حقونو فعالان هم شامل دي. لینډاو ښار د دې له پاره د کنفرانس د کوربه په توگه ټاکل شوی چې دا د اتریش، سویس او آلمان ترمنځ پروت دی او له سیاسي نړۍ ډیر واټن لري.
اقلیمي بدلون او ادیان
د کنفرانس په ترڅ کې یوې بلې داسې مهمې موضوع ته هم ځای ورکړل شوی چې له کبله یې نن ټوله نړۍ په اندیښنه کې ده. اقلیمي بدلون او له کبله یې رامنځ ته کیدونکې طبیعې پیښې او غربت هم د دغه کنفرانس د بحثونو په اجندا کې شامل وو. دغه کنفرانس به د رواني اگست مياشتي پر ۲۳مه نېټه به تر درو ورځو دايرېدنې وروسته پای ته ورسيږي.