«د ادغام په بهير کې بايد ټول شامل وي»
۱۳۹۶ اسفند ۱۴, دوشنبهد ادغام او مهاجرت په چارو کې د آلماني بنسټونو د کارپوهانو د شورا مشر، توماس باوه. وايي، ادغام يوازې هغه وخت کیدای شي بريالی ثابت شي چې «ټول په بر کې ونیسي. نه يوازې هغه کسان چې د مهاجرت سابقه لري، بلکي ټول هغه وګړي چې په تولنه کې له مشخصو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.»
دغه اقتصاد پوه د آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایتونگ» د دوشنبې ورځې ګڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې په ادغام کې د ټولو برخه اخيستل ډير اړين دی.
دغه آلماني څيړونکي له سياسي ګوندونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډیره ليوالتيا ښکاره کړي تر څو د ادغام بهير د لا ښو برياو څخه برخمن شوی وي. د هغه په وينا، آلمان تر دې مخکې هم په دې برخه کې خپلې تجربې لرلي دي. پر دې سربيره هغه وايي، پر ځای د دې چې د مهاجرو له پاره ځانګړي پروګرامونه په نظر کې ونيول شي، بايد «په ټولنه کې موجوده سيستمونو ته داسې جوړښت ورکړل شي چې په هغه کې ټول قشرونه په نظر کې نيول شوي وي.»
توماس باوه، په دې اړه په ښارونو کې ژوند او يا د کور موندني له بازار څخه د بيلګې په توګه يادونه وکړه.
ورته نور مطلبونه:
څيړنه: ښه ادغام کولای شي د مهاجرو جرمونه کم کړي
«د کورنيو په راتګ کي ځنډ د مهاجرو په ادغام کي خنډ دی»
د نوموړي په وينا، د کارپوهانو شورا له پاره مهمه دا ده چې ماشومان او تنکي ځوانان بايد آلمان ته تر داخليدو درې مياشتې وروسته هرو مرو په ښوونځيو کې شامل کړل شي. خو هغه وايي: «اوس هم د آلمان په ځينو برخو کې په ښوونځيو کې د ماشومانو او تنکي ځوانان د شموليت چارې نه ترسره کيږي.»
دا هم د مهاجرت او ادغام پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
/م.ک.صme, af (KNA)