د آی فون نوی ماډل د بترۍ ستونزه لري
۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبهکه څه هم د ستونزې د رامنځ ته کیدو په لومړیو ورځو کې د اپل کمپنی د آی فون له کارونکو څخه وغوښتل چې په خپلو ټیلیفونونو کې ځینی اسانتیاوي له اتومات حالت څخه وباسي او که د هغې سربیره به هم دغه ستونزه حل نه شوه نو د زوړ تلیفون په بدل کې ورته نوی تلیفون ورکول کیده، خو اوس دغې کمپنۍ اعلان کړی چې د نوموړې ستونزې د حل لاره یې موندلې ده.
د اپل کمپنۍ د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د iPhone 4s لپاره یو داسې نوی پروګرام تیار کړی چې د دغه تیلفون د بترۍ ستونزه حلوي. د اپل یوه ویاند وویل:
«یو کم شمیر پېرودونکو د نوی آی فون د بترۍ په هکله شکایت کړی وو. مونږ د دغې ستونزې لامل پیدا کړی او د حل لپاره به یې ډیر ژر یو پروګرام وړاندې کړو.»
اپل د دغې موضوع په اړه نور جزییات ور نه کړل خو د iPhone 4s د بترۍ د ژوند په اړه د هر ورځې په تیریدو سره شکایتونه لا پسې ډیریږي.
دا په داسې حال کې دی چې اپل د تیرې سه شنبې په ورځ خبر ورکړی ؤ چې iPhone 4s به په لا ډیرو اسیایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې بازار ته عرضه شي.
د اپل کمپنۍ همدا راز اعلان کړی چې iPhone 4s د روان کال تر پایه پورې د نړۍ د ۷۰ هیوادونو په مارکیټونو کې عرضه شي.
iPhone 4s د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نیټه په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کړل شو. د دغه ټیلیفون بازار ته د راوتلو څخه یوه ورځ وروسته د اپل کمپنۍ مشر، ستیو جابز، مړ شو. د اپل کمپنۍ یوازې په لومړیو درې ورځو کې د څلورو میلیونو څخه ډیر iPhone 4s خرڅ کړي دي.
رویترس، فرانس پرس، د المان خبري اژانس/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض