د آلمان ځيني سياستوال ولي د وسلو غوښتنه کوي؟
۱۳۹۸ دی ۲۴, سهشنبهپه آلمان کې سيمه ایزو سياستوالو ته په مخ پر زياتېدونکي توگه د تشدد گواښونه کيږي. د آلمان د دفاع وزيرې اناگريت کرمپ – کارنباور ويلي دي چې دولت بايد د دې سياستوالو د امنيت ټینگولو له پاره نور اقدامات وکړي.
د سه شنبې په ورځ له «فونکه ميديا گروپ» سره په مرکه کې کرمپ کارنباور وويل چې د سيمه ایزو سياستوالو ساتنه د «دولت وظيفه» ده. خو نوموړې زياته کړه چې سياستوالو ته د وسلو د ورکولو پلوي نه کوي.
د آلمان په ختیځ کې د کرمپ – لېنتفورت د کوچنۍ سيمې ښاروال کرستوف لندشايد څه موده مخکې تر هغه وروسته چې نوموړي ويلي ول چې د ښی اړخو له خوا ورته گواښونه شوي دي، د يوه ټوپک د جواز له پاره غوښتنليک وړاندې کړې وو. د لندشايد غوښتنه رد شوې وه خو هغه بيا په سيمه ایزه محکمه کې دعوا وکړه.
کرمپ کارنباور وويل: «که چېرې سياستوال په ځانگړي توگه په خطر کې وي نو بيا دوی بايد د حکومت له خوا مناسب محافظت ترلاسه کړي. دا هیڅ توپير نه لري چې هغوی فعال دي او که نه او که په فدرالي، دولتي او يا په سيمه ایزه کچه دي.»
تر دې دمخه د کورنیو چارو يوه وياند ويلي ول چې په ځينو استثنايي قضيو کې به ځينو سياستوالو ته د وسلو ورکړه وزغمله شي.
سيمه ایز سياستوال د تاوتريخوالي هدف گرځي
د دوشنبې په ورځ د آلمان د ښارونو او ښارگوټو سر تا سري ټولنې ويلي ول چې سيمه ایز چارواکي سيمه ایزو سياستوالو ته د گواښونو د کچې پر لوړيدو انديښمن دي. د «ډېر شپیگل» مجلې په حواله په تېرو دوو کلونو کې پر سيمه ایزو سياستوالو د بريدونو کچه ۲۵ لوړه شوې ده.
د چارواکو انديښنې
د آلمان د ښارونو د اتحادیې مشر بورکهار يونگ چې د آلمان د ختیځ ښار لايبزيک ښار وال هم دی، وويل چې مخ پر زياتېدونکي توگه سيمه ایز چارواکي په ځانگړي توگه د انترنت له لارې گواښل او ويرول کیږي.
نوموړي له آلماني ژبو ورځپانو له اتحادیې سره په خبرو کې وويل: «موږ نفرت او تاوتريخوالي ته ځای نه شو ورکولی، موږ بايد د يوې ټولنې په توگه په قاطيعت سره د دې مخالفت وکړو.»
يونگ په دې ترڅ کې وويل چې څارنوالان او د پوليسو ادارې سيمه ایزو سياستوالو ته شوي گواښونه جدي نيسي. هغه زياته کړه:«موږ دې ته اړتيا لرو چې د ټولو دې ډول جنايي جرمونو په اړه پوليسو ته خبر ورکړو او عدليه مکلفه ده چې عاملينو ته ژر تر ژره جزا ورکړي.»
کرمپ کارنباور وويل چې د تاوتريخوالي زياتېدل د «اندیښنې وړ» دي او په «ټولنه کې د بدلون نخښه» ده.
په تېر جون میاشت کې په کسل ښار کې د سيمه ایز حکومت د يوه چارواکي والتر لوبکه وژل کیدو ټول آلمان شوک کړی وو. لوبکه د خپل کور په برنډه کې د ښی اړخه تندلارو له خوا په ډزو ويشتل شوی وو.