د آلمان پوځ سلو تنو افغان همکارانو پنا غوښتې
۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبهد آلمان د پوځي استخباراتي ادارې (MAD) مشر اولریش بیرکن هایر، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۴ نېټه) له «دویچلند فونک» آلمانۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د آلماني پوځ افغان همکاران په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د خطر احساس کوي او له همدې کبله غواړي آلمان ته راشي.
د بیرکن هایر په خبره اوس په افغانستان کې د فعالو آلماني وزارتونو او (MAD) کارپوهانو یوه کمیټه آلمان ته د راتگ په اړه د افغان کارکوونکو غوښتنلیکونه څیړي. د آلمان د پوځي استخباراتي ادارې مشر وویل چې دغه کمیټه به د خپلو څیړنو تر بشپړیدو وروسته د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته په دې اړه مشورې ورکړي چې ایا دغو کسانو ته آلمان ته د راتگ اجازو ورکړل شي او که نه.
بیرکن هایر ټینگار وکړ چې تر اوسه د عریضه ورکوونکو له ډلې څخه ډیرو کمو افغانانو ته آلمان ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه آلماني چارواکي د هغو کسانو شمیر روښانه نه کړ چې آلمان ته د راتلو اجازه يې تر لاسه کړې ده.
د بیرکن هایر په خبره له آلماني پوځ سره مرسته کوونکو شاوخوا ۶۰ افغانانو په آلمان کې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه ورکړي دي او شاوخوا ۴۰ عریضې د هغو افغانانو له لوري ورکړل شوي دي چې د آلمان د بهرنیو او یا کورنیو چارو وزراتونو له پاره کار کوي.
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ډیر شمیر افغان همکاران انديښنه لري چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ شي. اوس مهال په سلګونه افغانان له آلماني ځواکونو سره د ژباړونکو، موټر چلوونکو، ساتونکو او پاک کارانو په توګه کار کوي. په افغانستان کې د میشتو آلماني پوځیانو افغان کارکوونکو شمیر ۱۳۵۰ تنو ته رسیږي.
کابو پنځه اوونۍ مخکې په کندز کې د آلمان د ولایتي بیا رغونې ډلې د مرکز پر وړاندې د آلماني پوځ شاوخوا پنځوس تنو پخوانیو افغان کار کوونکو یو لڼد مهاله احتجاج وکړ. هغوی ادعا کوله چې لا تراوسه پورې یې سیاسي پنا غوښتنلیکونو ته توجه نه ده شوې.