«د آلمان پوځ د افغانستان ماموريت تر ټولو گران وو»
۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبهد آلمان د پوځ پر بهرنيو ماموريتونو په تيرکال کې تر په نظر کې نيول شويو پيسو ۱۹۴ ميليونه يورو زيات مصرف راغلی دی. د دفاع وزارت په هغه کلني رپوټ کې چې «بلد» ورځپاڼې ترې نقل قول را خيستی، ويل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې پر ټولو ماموريتونو چې ۳۸۵۲ عسکر پکښې گډون لري په ټولیزه توگه ۹۷۵ ميليونه يورو مصرف شوي دي.
په کلني رپوټ کې ويل شوي چې د افغانستان د «پريکړنده ملاتړ» ماموريت چې ۱۰۸۵ عسکر پکښې گډون لري، تر ټولو گران وو او ۳۳۹ میليونه يورو پرې مصرف شوې وې. تر افغانستان وروسته د مالي ماموريت چې په اوسط ډول پکښې ۹۷۵ عسکر شامل دي، تقريباً ۲۸۶ يورو لگښت راغلی وو.
وړاندوينه نه شي کيدلی
د آلمان دفاع وزارت يوې وياندې د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې بهرني ماموريتونه پر احتمالي او عمومي لگښتونو سربيره داسې چارې هم لري چې د لگښتونو په اړه یې وړاندوينه نه شي کيدلی. دې وياندې زياته کړې چې «په سيمه کې شرايط او وضعيت په دوامدار ډول او زياتره وخت ډېر ژر تغير مومي. له دې کبله د لگښتونو په دقيق ډول سنجول او وړاندوينه کول، امکان نه لري.»
وياندې وويل چې د مثال په ډول ځيني وخت د امنيتي وضعيت د غوښتنې پر اساس زيات پرسونل ته اړتيا وي، همدا راز د تدارکاتو بيه لوړيدلی شي او يا د وسلو د سستمونو د مرمت ضرورت پيښيږي. هغې زياته کړه: «مهمه داده چې موږ په مالي برخه کې انعطاف پذيزه و او کولای شو خپله دنده او د خپلو ښځينه او نارينه عسکرو مامويت تضمين کړای شو.»
د آلمان پوځ په تېر کال کې په څو مختلفو ماموريتونو کې ونډه درلودله. صدراعظمې انگلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ د افريقا د خپل سفر په ترڅ کې د مالي په گوا ښار کې د ملگرو ملتونو په مينوسما ماموريت کې د شاملو آلماني قطعاتو سره ولیدل. په مالي کې د ملگرو ملتونو د شنه خولۍ عسکرو ماموريت د نړۍ تر ټولو خطرناک دی.
B.S/N.Z (dpa,afp)
زموږ له آرشيف څخه: