آلمان د پولند پر پوله د مهاجرو يوه ليږدونکې لارۍ درولې
۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبهد آلمان پوليسو د د دې هیواد په ختيځ ايالت براندنبورګ کې په دولسم نمبر لويه لاره، پولند سرحد ته نژدې، له يوې لارۍ څخه ۵۱ تنه مهاجر ښکته کړي چې په غيرقانوني توګه ليږدول کيدل. پیښه تيره نيمه شپه رامنځ ته شوې ده.
د آلمان د پوليسو يو وياند د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د مهاجرو په منځ کې ۱۷ تنه ماشومان هم شتون لري. تر اوسه لا روښانه نده چې دغه کسان د کوم هيواد اتباع دي.
د پوليسو وياند همدا راز زياته کړه چې د پلټنې پر مهال دوی د «يوې خطرناکې شيبې» سره مخ شول. هغه وويل چې په لارۍ کې انسانان يو بل ته ډير جوخت څنګ په څنګ ولاړ او ناست ول.
د موټر چلونکی ترکي وګړی دی
پوليسو د لارۍ ۴۶ کلن چلونکی، د شنبې په شپه شاوخوا دوه بجې او پنځه دقيقې په داسې حال کې چې برلين لور ته پر لاره وو ودراوه. هغوی دغه کس آلمان ته د بهرنيانو د قاچاق په تور نيولی دی. د پوليسو د وياند په وینا د لارۍ چلونکی ترکي تبع دی او لارۍ يې هم د دغه هيواد جواز لري.
په موټر کې ليږدونکي مهاجر پولند سرحد ته نژدې د آلمان «فرانکفورت اودر» ښار کې د آلماني پوليسو يو مرکز کې تر معايناتو لاندې ونيول شول.
د دې پیښې په تړاو تر اوسه دا هم معلومه نده چې دغه لارۍ د څومره وخت لپاره پر لاره وه. د پوليسو وياند وويل دا چې پيښه پولند ته نژدې شوې نو ډیر احتمال لري چې لارۍ به له پولند څخه آلمان ته داخله شوي وي.