1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پوهنتونو کي د زدکړو شرایط

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

د المان په پوهنتونونو کي د 2 ميلونو څخه زياتو محصلينو خپل نومونه ثبت کړي دي. تقريبا په هر لسو محصلينو کي يو محصل بهرني دي. د المان په پوهنتونونو کي د اروپايي هيوادونو د محصلينو لپاره د زده کړو شرايط ورځ په ورځ اسانيږي

https://p.dw.com/p/116Y6
د مونشن د لودویګ ماکسیمیلین پوهنتون
د مونشن د لودویګ ماکسیمیلین پوهنتونانځور: picture-alliance/ dpa

په 1999 م کال کي د 31 اروپايي هيوادونو سره د بولوګنا به نامه يو تړون لاسليک شو، چي مقصد يي په ټوله اروپا کي په تعليمي نصاب کي د همغږي را منځ ته کول وو. د دي په ترڅ کي کومو 40 هيوادونو چی دغه تړون لاسليک کړی دی، هدف یی د هغوی تر منځ د علمی درجو یا مقامونو( ليسانس، ماستري او PHD) يو ډول په رسمیت پیژندل دي.

. تر اوسه پوري چي په المان کي کومي علمي درجي د منلو وړ وي لکه، ديپلوم، ماستري او د دولتي آزموینو ځايونه به اوس دا نوي درجي ونيسي. پدغه لړ کي د تحصيل يو څه نوي رشتي هم پرانیستلی شوی دی چي د دیرو محصلیو ورسره لیوالتیا پیدا کړی دی.

په المان کي تر 400 زيات پوهنتونونه شتون لري. د 2006 / 2007 م کلونو د تعليمي کلونو د پیل څخه دولتي پوهنتونونو د محصلينو لپاره فيس هم ټاکلي دي. هر محصل بايد د يو سمستر په پیل کی 500 يورو ورکړي. په المان کي چي کوم محصلين فيس ورکوي دا د فرانسي، انګلستان او د امريکا په پرتله ډير کم دي. خو د دي سره سره هم په المان کي د سياستمدرانو او محصلينو تر منځ د فيس په سر لانجي رواني دي.

په المان کي د دي تر څنګ چي پوهنتونونو خپل زيات پام علمي رشتو خوا ته اړولي دی، داسي پوهنتونونه هم شته چي په فني او مسلکي ساحو کي فعاله دي. دغه پوهنتونونو د هنر، موسيقي ، فلم او رسنيو ته په مسلکي ډول ځانګړي بڼه ورکړي ده.

تر ټولو پخواني پوهنتون دالمان په هايدلبرګ ښار کي د روپريشت کارلز په نامه ياديږي چي په 1386 م کال کي يي د بنسټ ډبره کيښودل شوي وه. د المان يو بل پوهنتون چي د تاريخي لحاظه ډير د اهميت وړ دي د هومبلډ په نامه ياديږي، دغه پوهنتون په 1810 م کال کي د برلين په ښار کي په خپل فعاليت پيل وکړاو اوس د برلين د پوهنتون په نامه ياديږي. د دغه پوهنتون بنسټ جوړونکي ويلهيلم هومبولډ وو. هومبولډ د هغه وخت د استادانو څخه او د زده کړو به نصاب کي د بدلون راوستلو لپاره مشهور وو.

د هایدلبرگ مشهور پوهنتون چی علامه اقبال هم په کی زده کړی کړی دی
د هایدلبرگ مشهور پوهنتون چی علامه اقبال هم په کی زده کړی کړی دیانځور: AP

هومبولډ په دي عقيده وو چي استادان نه يواځي بايد زده کړي ورکړي بلکه د څيړنو پواسطه خپل علم هم تازه وساتي، تر ننه پوره پدغه پوهنتون کي څيړنيز او عملي کاري پر مخ بيول کيږي.

دهغه وخت څخه چي د ليسانس او ماستري علمي درجي رامنځ ته شوي، پوهنتونونه هلي ځلي کوي چي په داسي رشتو کي محصلين و روزي چي په کاري ژوند کي د هغوي په ګټه تمامي شي.

د 2005/2006 م کال څخه را پديخوا د المان د فدرالي جمهوريت په یو لړ نوښتونو لاس پوری کړی تر څو په لوړو زدکړو کی سمونوالی رامنځ ته کړی. دهغه وخته د پوهنتونونو تر منځ رغوونکی سیالی په کار لويدلي دي چي په دي ترڅ کي دغه پوهنتونونو د خپل کيفيت د لا ښه کولواو د څيړنو په برخه کي خپلي ټولي لاري چاري په کار اچولي دي.

د برلين آزاد پوهنتون، د مونشن تخنيکي پوهنتون، د مونشن د لودويګ ماکسيميلن پوهنتون، د آخن د تخنيک پوهنتون، د هايدل برګ، ګوتينګن، کارلسرو او د فراي بورګ پوهنتونونه د المان د مشهورو پوهنتونونو څخه شميرل کيږي.

دغو پوهنتونونودخپلو نوو نظرونو په ترڅ کي خپله وړتيا ښودلي ده. دغه پوهنتونو نه يواځي د مشهورو پوهنتونونو لقبونه لاس ته راوړي بلکه د علمي څيړونو او د عالي زده کړو لپاره يي مالي سرچيني هم موندلي دي.

دا خبره بايد هم ياده کړاي شي چي د المان پوهنتونونه د نړي د نورو پوهنتونو سره هم همکاري لري. چي د دي لاري کولي شي چي د نړي د نورو زده کوونکو دپاره د ښه کاري ژوند موقع برابري کړي. د اقتصاد او د تخنيک رشتي د زياتره بهرنیو محصلینو او زده کوونکو د پام وړ ګرځيدلي دي.

ګابی راوخر/ سید ریاض

کتونکی: عبدالباري حکیم