د آلمان پخوانی صدراعظم ۸۵ کلن شو
۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعهد آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او امریکایي دیپلومات هینري کیسنګر، د جمعې په ورځ د آلمانۍ ورځپاڼې بیلد له پاره د هیلمت کول، په اړه د هغه د ۸۵ کلنۍ په مناسبت مقالې لیکلي دي.
میرکل په خپله مقاله کې لیکلي دي: «موږ ټول پر دې پوهیږو چې زموږ د نزدې تیر وخت دوه تر ټولو د خوښۍ شیبې چې د آلمان یو ځای کیدل او د اروپايي ټولنې رامنځ ته کیدل دي، د هغه د ژوند له لاس ته راوړنو څخه دي.» میرکل زیاته کړې ده چې کول خپل اهداف په استقامت سره تعقیب کړل چې هغه په یوې متحدې اروپا کې چې له امریکا متحده ایالاتو سره ښې اړیکې ولري، د یوه متحد آلمان رامنځ ته کول وو.
میرکل چې ډیر کسان فکر کوي د کول په لاس د سیاست په ډګر کې روزل شوې ده په خپلې مقاله کې زیاته کړې ده: «زه هیله لرم چې هیلمت کول به په ډیر رضایت سره خپلې عالي سیاسي لاس ته راوړنې ویني. آلمان داسې ډیر څه لري چې باید له کبله يې د کول مننه وکړي.»
کیسینګر بیا کول یو له لومړي کسانو څخه بللی دی چې د اروپا په اړه يې فکر کاوه هغه په خپلې مقاله کې زیاته کړې ده چې د آلمان یووالی د وینې او اوسپنې له لارې نه بلکې د رایو د صندوقونو له لارې تر لاسه شوی وو.
د کول ژوند
کول د آلمان په راینلند پالاتینات ایالت کې لوی شو. هغه په همدې ایالت کې لويې دولتي دندې ترسره کړي او بیا د دې ایالت د عیسوي دیموکرات اتحاد ګوند یا CDU مشر شو.
په راینلند پالاتینات ایالت کې د CDU اوسنی مشره جولیا کلوکنر، هیلمت کول د یوه مکتب او «نړیوال تاریخ یوې برخې» په توګه ګڼي. د ماینز په سیمه ييز پارلمان کې د پنجشنبې په ورځ د کول په ویاړ له یوه پوستر څخه هم پرده پورته شوه.
هلیمت کول له ۱۹۸۲ کال څخه بیا تر ۱۹۹۸ کاله پورې د آلمان صدراعظم پاتې شو. دغه سیاستوال د خپلې کاري دورې پر مهال د نړۍ له ډیر شمیر مشرانو سره ښې اړیکې تینګې کړې. په دغو مشرانو کې د فرانسې پخوانی ولسمشر فرانسوس میتراند، د پخواني شوروي مشر میخایل ګرپچوف او د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ایچ دپلیو بوش شامل وو.
کول هغه وخت د CDU د مشر په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه چې هغه له نامعلومو منابعو څخه پیسې ترلاسه کړې وي. کول هیڅ کله نه دي ویلي چې هغه دغه پیسې له کوم ځایه ترلاسه کړې وې. د دې موضوع له کبله د آلمان اوسنۍ صدراعظمې پر کول باندې نیوکې کړې وې. هغې په ۱۹۹۹ کال کې د «فرانکفورت الګماین ځایتونک» رسنې ته په یوې مقالې کې لیکلي وو چې اوس نو د دې وخت دی چې CDU زده کړې چې له کول پرته پر خپلو پښو ودریږي. هغې زیاته کړې وه چې د دغو جنجالونو پر مهال کول ګوند ته زیان رسولی دی.
با ارزښته شیبې
کول په ۲۰۰۸ کال له یوې روغتیایي ستونزې سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې په کراچۍ کې ګرځي. هغه اوس ډیر کم وخت په عام محضر کې خبرې کوي. د کول لومړۍ میرمن هیلینور، په ۲۰۰۱ کال کې خپل ځان وواژه. د دغه سیاستوال دویمه میرمن مایکي کول ریشتر، اوس د خپل میړه اداري چارې پر مخ وړي.
کول خپل شخصي یاداښتونه په درو برخو کې چاپ کړي دي، خو ښايي د دغو یادښتونو څلورمه او وروستۍ برخه هیڅکله هم چاپ نه شي، ځکه کول له د دې یادښتونو له لیکوال سره تر څو کلونو ګډ کار وروسته ستونزې پیدا کړي دي.
په دغو یادښتونو کې کول د آلمان د اوسني صدراعظمیې انګلا میرکل په اړه هم خبرې کړي دي چې ډیره نړیوال توجه یې جلب کړې وه.