1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له وولف سره رسماً مخه ښه وشوه

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

د آلمان له ګوښه شوي ولسمشر کریسیتیان وولف، سره د پنج شنبې پر ماښام د خاصو پوځي مراسمو په ترڅ کې خدای پاماني وشوه. خو د وولف له پاره د دې ډول رسمي مراسمول جوړول په آلمان کې یوه شخړه ییزه موضوع وه.

https://p.dw.com/p/14I0y
انځور: Reuters

د آلمان پخواني ولسمشر کریسیتان وولف، سره د پنج شنبې په ورځ د رسمي قطعې په تقدیمولو سره په برلین کې خدای پاماني وشوه.خو د وولف له پاره د رسمي مراسمو د جوړولو موضوع د آلمان په سیاسي ډګر کې شخړه ییزه وه. دې موضوع د آلمان د لوړ پوړو سیاستوالو او دغه راز د عامو خلکو په منځ کې دا پوښتننه رامنځ ته کړه چې آیا هغه یو ولسمشر چی له خپل مقام څخه د « ناوړه استفادي» په تور تورن شوی وي او بالاخره د فشارونو له کبله له خپل مقام څخه استعفأ کولو ته مجبور شوی دئ د دې وړ دئ چې د خاصو پوځي تشریفاتو په ترڅ کې ورسره خدای پاماني وشي.

په داسي حال کې چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د هغي د کابیني زیات شمیر وزیرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو نه یواځي د آلمان د اپوزیسیون مشرانو او نور سیاستوالو بلکي د دغه هیواد پخوانییو ولسمشرانو په دې سنتي مراسمو کي له ګډون څخه ډډه وکړه. دغه راز د ولسشمرۍ له پاره مخکښ کاندید یواخیم ګاوک هم په مراسمو کې برخه نه درلوده.

له دې مخکي د اپوزیسیون ډیرو مشرانو له وولف څخه غوښتي وو چې د پوځي تشریفاتو د قطعی د مراسمو له منلو څخه ډډه وکړي. دا د هر ولسمشر د مخه ښه په مناسبت ځانګړي مراسم وي.

له دغو مراسمو څخه لږ څه لیري څه ناڅه ۲۰۰ کسانو په یوي مظاهري لاس پوري کړ او هڅه ئې وکړه چې د شپېلکیو په وهلو او نارو سره دغه مراسم ګډ وډ کړي. یوه تن مظاهر کونکي وویل: «څرنګه چې تاسي وینی ځیني خلک دا مناسبه نه ګني چې له هغه سره دې له داسي سترو پوځي تشریفاتو سره مخه ښه وشي. دا هم مناسب نه دئ چې هغه د افتخاري تقاعد او نورو افتخاري خدمتونو څخه برخه من شي.»

یو بل مظاهره کونکي د آلمان د ولسمشری مقام ته په اشاري سره وویل: «دا د دولت یو دیر ستر مقام دئ او په دې مقام کې باید داسي کس وټاکل شي چې اشتباه ونه کړي او شخصیت ئې شخړه ییز نه وي.»

د دغو مظاهره کونکو له نیوکو سره سره په آلمان کې د ترکي ټولني مشر کنعان کولات، په آلمان کې د بهرنیو د ادغام او هغو ته د مساوي حقوقو د ورکولو له پاره د ګوښه شوي ولسمشر د هڅو ستاینه کوي: «هغه په آلمان کې د څو کلتوري ټولنه او دا چې په دې ټولني کې میشت خلک ټول له یو بل سره تړلي دي او د هغي غړي دي ډیر ستر خدمت وکړ. د هغه له دا ډول یو فکر سره ما دلته د لومړي ځل له پاره دا احساس وکړ چې په خپل وطن کې یم.»

کله چې کریسیتان وولف ولسمشر شو، هغه پخپله یوې وینا کې وویل چې د مسحیت او یهودیت تر څنګ «اسلام هم اوس د دې هیواد یوه برخه جوړوي.»

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش