د آلمان سياسي گوندونه د مهاجرت پر نوی قانون سره سلا سول
۱۳۹۴ بهمن ۹, جمعهد آلمان د سوسيال ديموکرات گوند مشر او د دغه هیواد د صدراعظمي انگيلا ميرکل مرستيال زيگمار گابريل اعلان وکړ چي د ئتلافي حکومت گوندونه د مهاجرت پر نوی قانون باندي سره سلا سول.
هغه د پنجشنبې په ماښام (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۸مه) پر لين کي خبريالانو ته وويل: «آلمان ته د راغلو مهاجرو د کورنيو راغوښتلو شرايط بدل سوي دي.»
د آلمان د صدراعظمي مرستيال روښانه کړه: «د هغو مهاجرو له پاره چي سمدلاسه تر فشار لاندي نه وي او ستونزي ونه لري د کورنيو د راغوښتلو له پاره ئې دوه کاله وخت په پام کي نيول سوی دئ.»
د گابريل په خبره په آلمان کي د مهاجرت نوی قانون د «مهاجرت دوهمه بسته» په نوم به د تصويب له پاره ډېر ژر کابينې ته وړاندي سي. مخکنی قانون چي د «مهاجرت لومړی بسته» نومېدی په ۲۰۱۵م کال کي آلمان ته د مهاجرو د هجوم پر مهال تصويب او له نوامبر مياشتي اجرا کېدی.
د دغه نوي قانون پر اساس، تونس، مراکش او الجزاير د «امن هيوادونو» ليست ته ورزياتيږي. په دې سره به نو د دغو هيوادونو د مهاجرو له پاره د پناه ورکولو شرايط سخت سي.
د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونو مشران دغه راز د مهاجرو له پاره د نوو مرکزونو پر جوړولو هم سره سلا سوي دي.
د ځينو مهاجر نسبي ملاتړ
په دغه نوي قانون کي د «اضافي ملاتړ» په نوم د مهاجرو په کورنيو پوري مربوطه برخه ډېر وخت د سياسي گوندونو ترمنځ د اختلاف ټکی وو.
اضافي ملاتړ په هغو مهاجرو پوري اړه لري چي د پناه غوښتني د منلو له پاره ئې قانع کوونکي دلايل نه وي، خو په هيواد کي ئې ژوند ته گواښونکي شرايط د هغوی د بيرته لېږلو ممانعت کوي. دغه ډول پناه غوښتونکو ته په لومړ سر کي د يوه کال اقامت اجازه ورکول کيږي.
د نوو قوانينو بله موضوع د مهاجرو د احراج برخه ده. د ميرکل وياند د خپل تويتر له لاري د مهاجرو د بيرته ايستلو موضوع په يوه ويديو کي توضيح کړې ده. هغه ويلي دي چي د آلمان چارواکي نه غواړي چي د جنگځپلو هيوادونو لکه سوريې او عراق مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته واستوي.