زيهوفر: حاضردمه دې هيڅ سوريايي مهاجر نه اخراجيږي
۱۳۹۷ آذر ۳, شنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۳مه) شپيګل مجلې ته وويل چې دغه پريکړه د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د يوه خپور شوي رپوټ وروسته شوې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دغه رپوټ کې د سوريې وضعيت خورا سخت او خراب توصيف شوی دی.
زيهوفر زياته کړه: «حاضردمه د سوريې په هيڅ سیمه کې حالات ښه نه دي، په همدې دليل سوريايي مهاجر نه شي اخراجيدای.»
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د نه اخراج په دغې پريکړه کې هغه سوريايي مهاجر هم شامل دي چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي دي.
د اخراج پر سر بحثونه
زيهوفر تيره اوونۍ ويلي وو چې د برلين حکومت د هغو سوريايي مهاجرو د اخراج پر موضوع غور کوي چې په آلمان کې يې جرمونه کړي او يا د آلمان د امنيت له پاره ورڅخه د خطر احساس کيږي.
اوس مهال په آلمان کې په سلونو زره سوريايي مهاجر ژوند کوي. ډیری دغه مهاجر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې راغلي دي. آلمان حکومت په سوريه کې د کورنيو جګړو له امله د سوريايي مهاجرو اخراج د روان کال تر پايه ځنډولی وو، خو اوس آلمان حکومت غواړي چې پر دې موضوع له سره کتنه وکړي.
په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د آلمان د شپاړلسو ايالتونو د کورنيو چارو وزيران په دې اړه خبرې اترې وکړي چې آیا د سوريايي مهاجرو د نه اخراج موده دې نوره هم وغځول شي او که نه.
افغان مهاجر
د ۲۰۱۷م کال د می مياشتې په وروستيو کې په کابل کې د آلمان سفارت مخته يوه لويه بمي چاودنه رامنځ ته شوه، چې شاوخوا سل کسان په کې ووژل شول. تر دغې پيښې وروسته آلمان د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ هم په موقتي توګه ودروله، خو دغه لړۍ وروسته له هغې بيرته پیل شوه چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې خپل د امنيتي وضعيت په اړه تازه څيړنيز رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ويل شوي وو چې په افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې افغانانو ورته اخراج شي.
د افغانانو د اخراج په تړاو، په کراتو د آلمان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې، خو بيا هم افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ادامه لري. مظاهره کوونکي افغانستان د اخراج له پاره امن هيواد نه بولي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: