د آلمان د ډاکټرانو د مهاجرو د سن معلومولو اجباري معاینې ردوي
۱۳۹۶ دی ۱۲, سهشنبهد دوشنبې په ورځ په آلمان کې د ډاکټرانو ټولنه یا «بوندیز ارتڅ کامر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د مهاجرو د سن معلومولو له پاره د دوی د اجباري معاینې معرفي کول به «د یو شخص د فزیکي حریم نقض کولو» په معنی وي.
د دې ټولنې مشر فرانک اولریش مونتګومیری په دې هکله ویلي دي چې: «[د ډاکټرانو] ټولنه په دې هکله ډیري اندیښنې لري.» مونتګومیری د «زود دویچه سایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د سه شنبې ورځې ګڼې ته ویلي دي چې: «که چیري تاسې وغواړئ دغه څه [معاینات] پر هر مهاجر وکړئ، دا د دوی په بشري رفا کې لاس وهنه ده.» یادې ټولنې همدا راز ویلي دي چې د دغه راز معاینو د غلطو نتایجو کچه هم ډیره وي.
پخپله خوښه که اجباري؟
تر اوسه پوري دغه معاینې پخپله خوښه ترسره کیدلې او یوازې په خپله د مهاجر او پناه غوښتونکي کس او یا هم د چارواکو له لوري د یو کس د دقیق سن د معلومولو په موخه د دې راز معایناتو د ترسره کولو غوښتنه یې کیدله. خو د عمر د معلومولو له پاره د اکسرې استفاده اوسمهال یوازي په داسې حالاتو کې ترسره کیږي چې یو کس جرم کړی وي.
دا په داسې حال کې ده چې همبورګ او برلین په رضاکارانه ډول ترسره کیدونکي دغه معاینات له کلونو راهیسې ترسره کول او دغه معاینات د ۲۰۱۶م کال په وروستیو کې په ټول آلمان کې پیل شول. دغه راز معاینات د روینتګن ارتروسکوپي په نامه یادیږي او په دې کې ډاکټران د یو کس فزیکي جوړښت، د غاښونو او همداراز د اړتیا په صورت کي د لاسونو او ټټر د دوو سترو هډوکو په اکسرې کولو سره، د یو ځوان کس سن معلوموي.
آلمان ته ډېر ځوان پناه غوښتونکي زیاتره له سرپرست پرته راغلي، په دې صورت کې هغوی ته د مرستو او د کور برابرول په دې پوري تړلي چې دغه کس له قانوني پلوه ۱۸کلن که تر هغه کښته دی.
که چیري د یوه ځوان پناه غوښتونکي سن ۱۸ کلونه او یا تر هغه لږ وي، نو په دې صورت کې دوی د ځوانانو د قانون له لاري دوی ته ځای برابریږي او د همدې قانون په رڼا کې د دوی ساتنه کیږي. دوی همدا راز مالي او ځیني نوري مرستې هم ترلاسه کوي او ښوونځي ته د تګ اجازه لري او په پای کې کولای شي چې آلمان ته د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو حق هم ترلاسه کړي.
په عین وخت کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې یا «بامف» د معلوماتو له مخې د تیر کال په ترڅ کې آلمان ته د راغلو مهاجرو او پناه غوښتونکو شمیر د پام وړ کم شوی خو له سرپرسته پرته ماشومانو شمیر بیا لوړ شوی.
په کاندل ښار کې په چړې قتل او سن د معایناتو اړیکه
تیره اونۍ د آلمان د جنوب غربي ایالات راین لاند فالتڅ په کاندل ښار کې د چړې په واسطه د یوې ۱۵ کلني نجلۍ د قتل تر قضیې وروسته، ډېر سیاستوال اوس د ډيرو مهاجرو د سن معلومولو له پاره د اجباري معایناتو د معرفي کولو غوښتنه کوي.
په دې قتل تورن کس له سرپرست پرته یو افغان مهاجر بلل شوی دی چې وژل شوي نجلۍ او د هغې کورنۍ هم پیژاند. تر دې قتل دوې ورځې وروسته، د نجلۍ پلار د تورن کس په هکله وویل: «دا هیڅ امکان نه لري چې هغه دي ۱۵ کلن وي...موږ هیله من یوو چې د [پلټني] پرمهال به د هغه د ریښتیني سن په هکله معلومات ترلاسه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر او د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند غړی یواخیم هیرمن په دې وروستیو کې د «ټولو هغو راتلونکو مهاجرو چې له ورایه نه ښکاري چې ماشومان وي، د سن معلومولو له پاره د جدي قوانینو غوښتنه کړې.» هیرمن په دې هکله زیاته کړه چې «ګڼ شمیر مهاجر لا هم خپل اصلي سن پټوي.»
dpa, AFP/A.K