1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د وسلو په صادراتو کې څرګند کموالی راغلی

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

له دې کبله چې په آلمان کې د یوه ایتلافي حکومت رامنځ ته کولو ډیر وخت ونیوه، نو د دې هیواد د وسلو د صادراتو له پاره د جواز صادرول هم وځنډیدل چې له کبله یې د آلمان په دې مهم صادراتي توکي کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/320J1
Deutsche Firmen verdreifachen Rüstungsexporte
انځور: picture-alliance/dpa/T. Tinazay

د آلماني وسلو د صادراتو له پاره جوازونه د کال په لومړۍ نیمایي کې په څرګند ډول کم شوي دي. د آلمان د اقتصاد وزارت په وینا د آلمان حکومت د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د ۲،۵۷۱ میلیارده یورو په ارزښت د وسلو صادرات منظور کړي دي. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله د وسلو د صادراتو له پاره د جواز په ورکولو کې یو پر دریمه برخه کموالی ښيي. د تیر کال د جنوري او جون میاشتو تر د ۳،۵ میلیاردو یورو په ارزښت وسلو د صادراتو اجازه ورکړل شوې وه.

ښایي دغه څه په آلمان کې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په چارو کې له ځنډ سره تړاو ولري. د آلمان د وسلو صنعت له سپتمبر میاشتې څخه د مارچ تر ۱۴ نیټې پورې د یوې نوې کابیني تر جوړیدو پورې د انتقالي دورې پر مهال د کارونو په ځنډ سره د تر سره کیدو په هکله شکایت کړی وو. په لومړنۍ ربع کې یوازې د ۸۸۰ میلیونه یورو په ارزښت د وسلو د صادراتو اجازه ورکړل شوې وه. د نوي حکومت د کاري دورې له پیلیدو راهیسې د وسلو د صادرولو د جوازونو منظوري ګړندۍ شوې ده. خو د آلمان د وصلو د صنعت د دوو مهمو مشتریان له پاره دغه څه صدق نه کوي. ترکیې او سعودي عربستان ته د وسلو صادرات کابو په ټپه دریدلي دي.

دغه ارقام د آلمان د اقتصاد وزارت د پارلماني استازو د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي چې د آلمان خبري آژانس او «هندلس بلت» نومې ورځپاڼې تر لاسه کړي دي. ویل شوي دي چې د وسلو ستر رانیونکی هیواد د ۲۰۱۷م کال د لومړیو شپږو میاشتو په څیر الجزایر وو چې د ۶۴۳ میلیونه یورو په ارزښت ورته وسلې صادرې شوي دي. هغو ۱۵ مهمو هیوادونو ته چې وسلې صادرې شوي دي، ۵۲ سلنه یې د ناټو غړی نه دي. د ۲،۱۳۷ میلیارده یورو په ارزښت صادرات د نورو پوځي تجهیزاتو له پاره وو او شا او خوا د ۴۳۵ میلیونه یورو په ارزښت د جګړې وسلې صادرې شوي دي. د ۱۵ میلیونه یورو په ارزښت کوچنۍ وسلې او د هغې پرزې صادرې شوي دي.

Symbolbild Waffen Waffenhandel Waffenlieferung Rüstung Rüstungsexport
انځور: Fotolia/Haramis Kalfar

انقره او ریاض کابو تش لاس پاتې شوي

د ناټو د غړي هیواد ترکیې له پاره د آلمان نوي حکومت د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې د وسلو د صادراتو پنځه جوازونه منظور کړي دي چې په ټوله کې یې ارزښت ۴۱۸۲۷۹ یورو ته رسیږي. په پرتلیزه توګه یوازې په لنډه موده کې یعنې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۱۳مې نیټې پورې د ترکیې له پاره د ۹،۷ میلیونه یورو په ارزښت د وسلو د صادراتو ۳۴ جوازه منظور شوي ول. په ټول ۲۰۱۷م کال کې د ۱۳۸ جوازونو په منظورولو سره د ۳۴،۲ میلیونه یورو په ارزښت وسلې ترکیې ته صادرې شوې وې. سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو د غوښتنې په تړاو د آلمان نوي حکومت یوازې د ۲۸۵۶۳ یورو په ارزښت یو جواز منظور کړی دی. په داسې حال کې چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو اوونیو کې له سعودي عربستان سره د څلورو معاملو په ترڅ کې د دغو صادرات ارزښت ۱۶۱،۸میلیونه یورو ته رسیده.

دواړه هیوادونو له ستراتیژیک لحاظه د آلمان مهم شریکان شمیرل کیږي، خو په عین وخت کې ستونزمن هیوادونه هم انګیرل کیږي. ترکیه د آلمان په څیر د ناټو غړی هیواد دی. په جنورۍ میاشتې کې د سوریې شمالي سیمې عفرین ته د ترکي ځواکونو د ورتګ راهیسې چې د کردي ولسي واحدونه یا (وای پي جي) پر ضد جنګیږي، ترکیې ته د وسلو پر صادراتو باندې انتقادونو لا پسې زور واخیست. په دغه عملیاتو کې «لیوپارد» نومي آلماني ټانکو هم برخه درلوده.

Symbolbild Waffenumsätze steigen Waffen Maschinenpistolen MP5
انځور: picture alliance / dpa

سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو محدودیتونه لا نوره کړکیچنه موضوع ده. د ریاض شاهي کورنۍ په ځانګړې توګه د یمن په جګړه کې د هغوی د مداخلې په هکله د آلمان د حکومت انتقادي دریځ په غوسه کړې ده. ریاض د اتو هیوادونو د یوه پوځي اتحاد مشري کوي چې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي. مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکرات اتحاد او سوسیال دیموکرات ګوند د ائتلافي حکومت د جوړولو په خبرو اترو کې پر دې باندې توافق کړی وو چې ټولو هغو هیوادونو ته به د وسلو صادرات درول کیږي چې په دغه جګړه کې ښکیل دي. خو د دغو هیوادونو نومونه نه وو یاد شوي. د انګلا مېرکل په مشرۍ د نوي حکومت د دورې له پیل راهیسې د دوو استثناتو پرته سعودي عربستان ته وسلې نه دي صادرې شوي.

Rheinmetall Landsyteme Spürpanzer Waffen und Waffensysteme aus Deutschland Rüstungsexport
انځور: dpa

اپوزیسیون انتقاد کړی دی

د آلمان د زرغون ګوند د وسلو د صادراتو چارو کارپوهې کاتیا کیول، تر ټولو زیات دریمګړو هیوادونو ته د آلماني وسلو پر صادراتو انتقاد کړی دی. د هغې په خبره دا په یوه قاعده اوښتی ده او د یوه خطرناک پرمختګ په توګه یې عنوان کړی دی. د هغې په خبره د وسلو په رانیونکو هیوادونو کې ډیری داسې هیوادونه شته چې د بشري حقونو پر وړاندې یې دریځ د پوښتنې وړ دی. هغې غوښتنه کړې ده چې دا بنسټیز اصل چې د ناټو او اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو پرته کوم دریم هیواد ته به تجهیزات نه صادریږي، بیرته باید قاعده وګرځي. په عین وخت کې د کیڼ اړخه ګوند د بهرنیو چارو کارپوه شتیفن لیبش، په بشپړه توګه ترکیې ته د وسلو د صادراتو د درولو غوښتنه کړې ده. د هغه په خبره لږ تر لږه اوس، چې اردوغان په بشپړه توګه واکمني کوي باید د آلمان حکومت ترکیې ته د وسلو خرڅلاو بند کړي.