د نالوستو مهاجرو په اړه د آلمان د مهاجرت ادارې انديښنه
۱۳۹۶ دی ۱۷, یکشنبهد مهاجرت او پناه غوښتنې لپاره د آلمان ځانګړې ادارې (BAMF) ويلي دي چې د آلماني ژبې زده کړه د ډيرو مهاجرو له پاره يو سخت کار دی او له دې بابته يې خپله انديښنه ښوولې ده.
د يادي ادارې د اطلاعاتو پر اساس، د دغه ډول مهاجرو څخه له ۸۰ سلنې زيات يې د ژبې په کورسونو کې په دې نشي توانيدلی چې د «بي يو» يا بي آينس سند ترلاسه کړي. بي آینس د آلمانۍ ژبې د زدکړې يو داسې سند دی چې لږ تر لږه په د کارموندنې په ادارو او دغه راز د کار موندنې او د کسبونو د زکړې په برخه کې وړاندې کيږي.
آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» چې دغه رپوټ يې خپور کړی دی، د مهاجرت ادارې اطلاعاتو ته يې رجوع کړې ده. د دغو معلوماتو پر اساس د اريتريا او عراق هيوادونو مهاجر د آلمانۍ ژبې په زده کړه کې تر ټولو زياتي ستونزې لري.
د دغې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې يوازې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو کې شاوخوا ۴۳ زره نالوستي مهاجر د مهاجرت ادارې لخوا په برابر شويو ځانکړو کورسونو کې شامل شوي دي. په دې ترتيب د ځانګړو کورسونو د ګډونوالو په شمير کې د همدې دورې د يو کال مخکې هغې په پرتله، شاخوا ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د دغه رپوټ په ادامه کې ويل شوي دي، سربيره پر دې چې مهاجر په ډيره ښه او موثره توګه په کوچنيو ډلو ويشل شوي ول او د هغو له پاره تر ۱۳۰۰ پوري درسي ساعتونه آماده کړل شوي ول، خو بيا هم د هغو د آلمانۍ ژبې وړتيا هومره ضعيفه ده چې د يو کسب او کار د زده کړې تمه ورڅخه نه شي کیدای.
د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: