د آلمان د ليدو وړ مشهور ځایونه وپيژنئ!
د آلمان سياحت ښه پرمختگ کړی. ۲۰۱۹م کال په پرله پسې لسم وار یو بل ريکارډ جوړونکی کال وو. بهرنيو او داخلي سيالانيانو په تېره بيا د آلمان سترو ښارونو ته مخې کړې وه. دغه ښارونه د ليدو وړ ډېر ځايونه لري:
د کولن ستره کليسا
د کولن د کليسا برجونه کابو۱۶۰ متره لوړوالی لري: «کولنر دوم» يا د کولن کليسا د دغه ښار پيژنگلوي ده. د گوتيک په سپک جوړه شوې دغه کليسا يوه شانداره ودانۍ ده. د يونيسکو له خوا د کلتوري ميراث په توگه درجه بندې شوې د دې کليسا ليدو ته هر کال کابو ۶ میليونه انسانان راځي.
د هاېدلبيرگ کلا
د نيکرشتات دغه علامت د آلمان يو مهم د ليدو وړ ځای دی. په ۱۶۹۳م کال کې د فرانسوي عسکرو له خوا تر ويجاړيدو وروسته دغه مانۍ يوازې قسما بيرته رغول شوې.
د نيوشوانشتاين ماڼۍ
د بايران پاچا لودوگ دويم له دې کبله چې د عموميت څخه يو څه واټن ونيسي، فيوسن ښار ته څېرمه يو ښکلی قصر جوړ کړ. په ۱۸۸۶م کال کې د نوموړي تر مړينې يوازې يو څو اوونۍ وروسته دغه ماڼۍ د سيالانيانو پر مخ پرانيستله شوه. اوسهمال دغه قصر د اروپا يو له هغو ودانيو څخه دی چې تر ټولو زيات خلک یې ليدو ته ورځي.
د براندنبورگ دروازه
برلين ډېر سيلانيان ځان ته راجلبوي. په ۲۰۱۸م کال کې کابو ۳۳ ميليونه کسان دغه ښار ته تللي ول. د براندنبورگ دروازه د آلمان د بيرته يووالي د يوه ملي علامت او سمبول په توگه ياديږي او په ډېرو محبوبو د ليدو وړ ځایونو کې شمیرل کيږي.
د برلين ميوزيمونو ټاپو
د سپرې سيند په منځ کې پر يوه ټاپو د برلين يو څو نورې د ليدو وړ ودانۍ پرتې دي. په دغه پنځه موزيمونو کې د لرغوني عصر څخه نیولې د ۱۹ پيړۍ تر هنرونو پورې هر څه د نندارتونو په ترڅ کې سړی ليدل شي.
سانسوسي ماڼۍ
په پوستدم کې د پروس د فريدريش دويم پاچا د دوبي مقر پروت دی. سانسوسي «Sanssouci» چې آلماني معنا یې «بې له اندښنې» ده، د پاچا د هیلې چې غواړي د فرار يوه گوښه ولري، ښکارندوي کوي. دغه قصر او باغ یې له ۱۹۹۰م کال راهيسې د يونيسکو په کلتوري ميراث پورې اړه لري.
د دريسدن د ښځو کليسا
ډېرو ته به د درېسدن د ښځو کليسا د يوه کنډر او د جگړې پر ضد د علامت په توگه ياده وي. خو تر بيا رغاونې او په ۲۰۰۵ م کال کې له پرانيستنې راهيسې د آلمانانو او هم بهرنيانو له پاره د سيل له محبوبو ځايونو څخه يو دی.
وارتبورگ يا د وارت کلا
د آلمان په تورنگن کې د ايسنبخ ښار پر غونډيو د وارت بورگ کلا پرته ده. په همدې ځای کې په ۱۸۱۷م کال کې د يوې مېلې په ترڅ کې د آلمان لومړۍ ولسي ديموکراتيکه غونډه جوړه شوې وه.
پورتا نيگرا
د ترير ښار «توره دروازه» د لرغوني عصر تر ټولو ښه ساتل شوې دروازه ده. د رومي سلطنت د پخواني ښار دغه دروازه کابو زر کاله د يوې کليسا په توگه کارول کيدله، تر هغه چې ناپليون یې په ۱۸۰۲ م کال کې په پخواني شکل د بدلولو پريکړه وکړه.
د آخن کليسا
د کيرولنژن پېر دغه ودانۍ په ډېرو ښو ساتل شويو لرغونو ودانيو کې شميرل کيږي او په ۱۹۷۸م کال کې د لومړي آلماني يادگار په توگه د يونيسکو په نړيوال کلتوري ميراث کې شامل کړل شوه. د آخن په کلیسا کې ستر امپراطور کارل ښخ دی. په دې کليسا کې تر ۱۵۳۱م کال پورې د کابو ټولو آلماني پاچاهانو د تاج پوشۍ مراسم ترسره شوي دي.
د لوبيک زوړ ښار
وسپنیزه دروازه چې يو وخت د لويديځ پر لور پرانيستل کيده، نن هم د ښار د علامت په توگه ولاړه ده. دا د ښار د تاريخي مرکزي برخې چې د اوبو او د ديوالونو پر منځ کې پرته ده، يوه برخه جوړوي. دلته له ډېرو کورونو او ودانيو څخه د کلتوري میراث په توگه ساتنه کيږي.
د ميونشن مارين ميدان
د ميونشن ښار په منځ کې د مارين ميدان پروت دی. سيالانيان په ورځ کې په څو ځلي په دغه ميدان کې په پرتې کليسا کې د زنگونو له موسيقۍ څخه خوند اخیستی شي.