د آلمان او اسرائيلو تر منځ غونډه
۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبهد اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو اعلان کړی وو، چي د اردن سيند په لوېديځه غاړه کي به د ۳۰۰۰ کورونو د جوړولو اجازه ورکړي.
که دغه پلان عملي سي نو د اردن سيند په لوېديځه غاړه کي نيول سوې سيمه به په عملي توگه پر دوو داسو برخو ووېشل سي چي نور به تماس نه سره لري. د دې تر څنگ به د بيت المقدس ختيځ چي عرب پکښې اوسېږي له نورو فلسطيني سيمو څخه بېل سي.
د دغو نوو کورنو جوړونه ښايي د سولي پروسه ډېره مشکله کړي. همدا وجه وه چي د آلمان په گډون يو شمېر نورو لوېديځو هيوادونو پر اسرائيلو ږغ کړی دی چي د نوو مېشتځايونو د جوړونې پرېکړه دي بېرته واخلي.
له اسرائيلو سره ښې اړيکي
له اسرائيلو سره ښې اړيکي د آلمان د بهرني سياست مهم ستون دی. په دې تړاو دا موضوع هم مهمه ده چي د نازيانو د واکمنۍ پر مهال آلمان په سيستماتيک ډول په ډليزه توگه يهوديان ووژل. په تيرو کلونو کي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي لا بهتره او ژوري سوي دي.
له ۲۰۰۸م کال راهيسي دا څلورم ځل دی چي د دواړو هيوادونو د کابينې غړي يو له بل سره ويني.
د آلمان پارلمان د بهرنيو چارو سياست د جرگه گۍ غړی رپرېشت پولېنڅ له آلمان ږغ راډيو سره د خبرو پر مهال وويل: «د آلمان موخه دا ده چي په دې کي مرسته وکړي چي اسرائيل د خپلو گاونډيو هيوادونو په منځ د یوه يهودي او ديموکرات هيواد په توگه په سوله کي و اوسي.»
پولېنڅ زياتوي چي له همدې کبله د دوو دولتونو حل و دغه هدف ته د رسېدو يوازنۍ لار ده. دغه آلمانی سياستوال وايي چي «که اسرائيل په E1 زون کي د نوو مېشتځايونو په جوړولو سره د حل دغه لاره بنده کړي، نو بيا به و دغه مقصد رسېدل ممکن نه وي.»
آلمانی دريځ بايد روښانه سي
د آلماني او اسرائيلي پارلماني غړو د ډلي آلمانی رئيس جرڅي مونټاگ وايي چي په دې تړاو بايد د المان لومړۍ وزيره ښکاره دريځ وښيي:
«لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل بايد په داسي ډول اسرائيلو ته دا خبره وکړي چي د دواړو هيوادونو تر منځ د تاريخي اړيکو مزي هم ونه شکيږي.»
له بله اړخه ښايي په دغه غونډه کي د اسرائيلو د کابينې غړي پر آلمان هم نيوکي وکړي، ځکه چي په ملگرو ملتونو کي يې د فلسطين د څارونکي غړي پر عارضې د مخالفت نه، بلکي ممتنع رايه کار کړه. خو المان وايي چي اسرائيل بايد د فلسطين پدغه عارضه کي هغه مثبت اړخ هم وويني چي په دې توگه سره يې اسرائيل په رسميت وپېژندی.
په ځينو ډگرونو کي د نظر پر اختلاف برسېره دواړه هيوادونه د امنيت په ډگر کي ټينگ گډ کار کوي. پولېنڅ وايي: «اسرائيل په دې پوه دی چي پر آلمان هميشه اعتماد کولای سي او دا چي آلمان، ځيني دوستانه انتقادونه د اسرائيلو د گټو په خاطر کوي او د هغو انتقادونو څخه ځان ساتي چي له کبله يې اسرائيل خفه کېدلای سي.»
گورڅېفسکي انډرياس/ احمدولي اڅکزی
کتونکی:نجيب الله زيارمل