د آلماني ژبې د زده کړې په برخه کي د مهاجرو ستونزي
۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبهپه لومړي سر کې ښه خبر: ډير مهاجر په ټولنه کې د مدغم کيدلو کورسونه په برياليتوب سره سر ته رسوي. دا د مهاجرو په ټولنه کې د مدغم کيدلو له پاره فدرالي اداري بامف (BAMF) په خپله څيړنه کې څرګنده کړې.
د ژبې کورسونو له پاې ته رسولو وروسته، په زده کړه کې يو شپيته سلنه يې ښه او يا ډير ښه ارزول شوي. هغه کسان چې هيڅ کورسونو ته نه دي تللی شمير يې يوازې ۱۷ سلنه دی.
خو په دې سره هر څه ښه نه ښکاري. د المان د داخله چارو وزارت د معلوماتو له مخې، زده کونکو په منځ کې د څيړنو پايلې مخ پر ځوړ ښکاري. کډوال د نورو لکه د اروپايي اتحاديې مهاجرو په پرتله په زده کړو کې کمزوری او د سواد کچه يې ټيټه ده. په تيرو کلونو کې د ژبې په کورسونو کې د برخه اخیستونکو شمير ډير شوی دی.
په منځنۍ توګه لږ شمير پناه غوښتونکې ښځې له تحصيل او مسلکې زده کړو څخه برخه منې دي. دغه راز په هغوی کې په ژور خفګان او استرس د اخته کيدلو خطر ډير دی. سربيره پردې ښځې بايد د خپلو کوچنيو ماشومانو پالنه وکړي، نو ځکه د ژبې په کورسونو کې کمه برخه اخلي.