دېميزير: د مهاجرو ادغام به ډېر کلونه وخت ونيسي
۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعهد جرمني د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې مشر، فرانک يورګن وايزه، په ورته وخت کې ويلي دي چې تقريبا۷۰ سلنه هغه مهاجر چې په آلمان کې د پاتېدو جواز لري، د کار کولو له پاره اصلي عمرونه لري او د کار په لټه کې هم دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې «که په دې بريالي نه شو چې دغسې مهاجر او نور د پناه مستحق کسان د کار په بازار کې مدغم شي، نو په اوږده مهال به يې فشار د ټولنيزو مرستو پر سيستم راشي او په هيواد کې به د خلکو احساسات راوپاريږي.»
وايزه چې د نوي کال په پيل کې د مهاجرو ادارې مشري، مېرمن يوتا کورد، ته ورپرېږدي، د «بيلد» ورځپاڼې ته وويل «موږ بايد هڅه وکړو چې د پناه د مستحقو کسانو له موجودې کاري تجربې څخه ګټه واخلو.» د ده په خبره څرګنده ده چې د مهاجرو ادغام په جرمني کې د مسلکي کارکوونکو د قلت ستونزه په بشپړه توګه نه شي حلولی.
د آلمان د کورنيو چارو وزير، دېميزير، د فونکه په رسنيز ګروپ پورې مربوطو ورځپاڼو ته وويل چې د خلکو ادغام هغه وخت بريالی کېدای شي چې «موږ په دې ټينګار وکړو چې ټول خلک دغسې سلوک وکړي چې زموږ بنيادي ارزښتونو ته پکې په درنه سترګه وګوري، هغه ارزښتونه چې موږ ته يووالی رابخښي.»
د ده په خبره د ادغام کورسونه په دې برخه کې ډېره مرسته کوي: «دا يو ښه گډ بنسټ دی چې زموږ ارزښتونو، زموږ تاريخ او زموږ کلتور ته انعکاس ورکوي.»
له سوريې او ليبيا څخه د راغلو مهاجرو له خوا يوه بې سرپناه سړي ته د اور ورته کولو و مشکوکې پېښي ته په غبرګون کې دېميزير وويل چې دغه «د کرکې وړ پېښه» بايد په پر له پسې ډول تعقيب شي او تر سره کوونکي يې بايد سزا وويني.
خو دا چې شکمن عاملين يې مهاجر دي د ده په خبره له دې حقيقت څخه د خلکو سترګې نه اوړي چې «د راغلو کسانو ډېری له تاوتريخوالي او ترهګرۍ څخه تښتېدلي دي او دغسې پديدې په قاطع ډول ردوي.»
نور مطالب: