دويچه ويله خپله شپېتمه کليزه ولمانځله
۱۳۹۲ خرداد ۲۸, سهشنبهد دويچه ويله د شپېتمه کليزه په هغه ورځ ولمانځل شوه چي په دغه ورځ يعنی د جون ۱۷ په ۱۹۵۳کال کي د شرقي آلمان خلک د آزادۍ په ارمان ول او اولسي پاڅون يې وکړ. په دغو مراسمو کې د دغی ورځي يادونه هم وه شوه.
د دويچه ويله عمومی مشر ايرک بيترمن دښه راغلاست په خبرو کې چي د پخواني پارلمان تالار کې يې مېلمنو ته کولې وويل چې د شرقي آلمان خلک ، د آزادۍ، فکري او د رسنيو د ازادۍ، ديمکراسي او د بشري حقوقو د ساتني ستر ارمان درلود.
هغه وويل د يموکراسي، خپلواکې او د انساني حقوقو ساتنه د غربي ټولنو بنسټیز ټکی دی. دا ښکاره ده چې دغه اصل په ډيرو هيوادونو کې طبعي نه دی. له همدې کبله دويچه ويلي له۱۹۵۳راهیسی آلمانی نظر، تجربې په نړيواله او اروپایې کچه جوت او هڅه دا وه چې خپلي موضوعګاني له نورو سره شريکې کړو.
سربيره پردې د آلمان د کلتوري او رسنيو چارو معین بیرن نيومن، هم د دويچه ويلي د دوامداره ارزښت ستاينه وکړه او ويې ويل چې د ځمکي پر سر په ډیرو هغو سيموکې چې خپلواکي نه دي د معلوماتو يوازنۍ سرچينه ده:
«د هغو خلکو له پاره چې نوي او تازه معلومات بې دولتي سانسوره ترلاس کړي، دويچه ويله يې ور رسوي. د دويچه ويله موخه دا ده چي د کلتورونو ترمنځ پلونه رامنځ ته کړي.»
سربيره پردې نيومن د دويچه ويله نوښتونه وستايل او ويې ويل چې د ۱۹۵۳ کال د می له مياشتي راهيسي دويچه ويله په لنډو څپو کي خپروني پيل کړې او اوس يوه مولټي ميډيا رسنۍ ځنی جوړه شوې ده.
«هره ورځ په نړيواله کچه سل ميليونه خلک له دويچه ويله څخه په ديرشو ژبو معلومات ترلاسه. له نزدې ۶۰ مليتونو څخه ۳۰۰۰ کارکوونکي په دويچه ويله کي کار کوي.»