1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه پر دريمه برخه افغان نجونې له ښوونځي محرومي دي

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

هیومن رایټس واچ، خبرداری ورکړی دی چې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې کمښت راغلی دی. په دې برخه کې بیلا بیلې ستونزې په ګوته شوي دي، چې امنیتي وضعیت، بې وزلي او د ښځو معلمانو نشتوالی دی.

https://p.dw.com/p/2lwl9
Afghanistan Schulmädchen
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

هغه هڅې چې افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي، په تیرو کلونو کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. دغه خبره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ کارپوهانو په ۱۳۲مخیز رپوټ کې کړې ده. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ تر پوځې مداخلې ۱۶ کاله وروسته هم «د افغانستان د ټولو نجونو دوه پر درېمه برخه ښوونځیو ته نه ځي.»

له ۱۹۹۶م کال څخه تر۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو رژیم پر مهال ډیر لږ نجونې ښوونځیو ته تللي. له ۲۰۰۲م کال څخه په افغانستان کې نجونو ته د حقوقو ورکول د نړیوال ماموریت یو مهم دلیل وو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د خوشبینانه ارقامو په پام کې نیولو سره هم ښوونځیو ته د نجونو د تللو سلنه تر پنځوسو څخه نه ده لوړه شوې. د هیومن رایټس واچ د ښځو د حقوقو چارو رئیسي لیسل ګیرنتهولز، ویلي دي چې اوس په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، بې وزلۍ او د هیواد دننه کډوالۍ یو ځل بیا نجوني له ښوونځي محرومي کړي دي.

د هیومن رایټس واچ رپوټ زیاتوي چې یوازي یو برید په سلونو میندي او پلرونه ویرولی شي او دې ته یې واداره کولای شي چې څو کاله خپلې لوڼي ښوونځیو ته وا نه استوي.

خبري آژانسونو د پوځي چارواکو له قوله لیکلي دي چې طالبان د افغانستان پر۱۱ سلنې خاوري کنترول لري او د ۳۰ سلنې د نیولو له پاره جګړه کوي. د هیومن رایټس واچ د رپوټ لیکوالې هیتر بار، لیکلي دي چې په ځانګړې توګه د ښځو معلمانو نشتوالی لویه ستونزه ده، ځکه چې ډیري میندې او پلرونه د دې اجازه نه ورکوي چې نارینه ښوونکي دې نجونو ته تدریس وکړي.

رپوټ زیاتوي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په اوو ولایتونو کې د ټولو ښوونکو په کچه کې د ښځو ښوونکو شمیر تر لس سلنې هم کښته دی.

په شلو ولایتونو کې بیا د ښځينه ښوونکو شمیر تر۲۰ سلني کښته دی. پر دې سربیره په ځینو ناحیو کې د نجونو د زده کړو ردول، د نجونو وختي ودول، کارګر ماشومان او د ښوونځیو نه شتوالی د نورو ستونزو په توګه یاد شوي دي.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د دولتي ښوونځیو د کمښت له کبله ډیر ماشومانو په غیر دولتي ښوونځیو کې زده کړي کوي، خو په دې برخه کې د پیسو کمښت د پام وړ ستونزه ده.

زموږ له ارشيف څخه: