1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوشنبه، د افغانستان له پاره یوه بله خونړۍ ورځ

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کې د سه شنبې په ورځ بیلا بیلو امنیتي پېښو ۱۷ یاغیان ووژل. په دغو پېښو کې څو تنه پولیس هم وژل شوي دي او له شلو څخه زیات پولیس ټپیان دي. په همدې حال کې په سمنګانو کې یوې ترافیکي پېښې هم نهه تنه پولیس وژلي دي.

https://p.dw.com/p/15U0t
انځور: Reuters

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو د دو شنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو په یوه ښوونځي کې تر کمین نیولو وروسته د پولیسو پر یوه اډه باندې ډزې کړي دي. د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل دغه پېښه منلې ده.

پر پولیسو باندې د یاغیانو تر ډزو وروسته د پولیسو د اډې په مخکې دوې پرله پسې چاودنې هم شوي دي. د کندهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دې پېښو کې ۱۴ یاغیان ووژل شول.

په همدې حال کې د پولیسو د اډې په مخکې د چاودنو له کبله ۱۵ تنه ملي پولیس او د سیمه ییزو پولیسو شپږ تنه غړي ټپیان شوي دي. د کندهار ولایت امنیتي ځواکونو ویلي دي چې یاغیانو د دې ولایت پر دریو سیمو باندې بریدونه کړي دي.

په یوې بلې پېښې کې د کندهار په ښار کې چاودنې وشوې چې په پایله کې ئې دوه ماشومان ووژل شول او شپږ تنه ملکیان ټپیان شول. د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په دې ترڅ کې برید کوونکو په دریو موټر سایکلونو کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول چې د هغوی د چاودنې له کبله پر دوو ماشومانو سربیره درې تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخکې د کندهار ولایت په گاونډي ولایت هلمند کې هم د یوې چاودنې له کبله دوه تنه پولیس او درې ملکیان وژل شوي دي. د هلمند ولایت ویاند داوود احمدزي، ویلي دي چې دغه پېښه د دو شنبې په شپه د گرشک په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې کې رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې پکښې ئې ۱۵ تنه وژلي دي.

ترافیکي پېښي نهه تنه پولیس ووژل

د افغانستان په سمنگان ولایت کې د دوشنبې په ورځ نهه تنه افغان پولیس ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول. دا ځل دغه پولیس د یاغیان په برید کې نه، بلکې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.

پېښه د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د پولیسو یو لوی موټر نهر ته ولوید.

د سمنګان ولایت د امنیې قوماندان خلیل اندرابي، ویلي دي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطي له کبله رامنځ ته شوې ده. په افغانستان کې وخت نا وخته پولیس په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یکشنبې ورځ په افغانستان کې خونړۍ وه

د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د سړک د غاړې یوه ماین شپږ امریکایي سرتیري ووژل. د ناټو له خوا په یوه خبره شوې ویناکې راغلي دي:
«د ایساف ځواکونو شپږ سرتیري د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.»

تر دې مخکې د ناټو یو بل سرتیری هم په ورته برید کې وژل شوی وو. چې له دې سره د یکشنبې په ورځ په افغانستان د بهرنیو وژل شوو سرتیرو شمیر اوو تنو ته ورسید.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې شاوخوا ۱۸ تنه ملکیان هم وژل شوي ول. په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په دراماتیک ډول لوړه شوې ده. ملگرو ملتونو د ملکي تلفاتو د ډیرې برخې پړه د وسله والو یاغیانو پر غاړه اچولې ده.

پاکستان کې هم پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان په شرق کې ناپیژندلو شوو وسله والو د اردو پر یوه کمپ باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې شپږ تنه سرتیري او یو پولیس وژل شوی دئ.

دغه پېښه د پنچاب ایالت په گجرات ښارکې رامنځ ته شوې ده چې د پاکستان له ارامه سیمو څخه شمیرل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض