1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوبی هوايي ټکسي و ازمويه

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

په دوبی کي د پخپله الوتکونکي هوايي ټکسي لومړۍ ازموينه بريالۍ وه. دغه الوتونکی ټکسي چي د څرخۍ او بې پيلوټه الوتکي له ترکيبه جوړ سوی، په لومړي سر کي بې سپارليو پرواز کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2kiDa
VAE Volocopter in Dubai
انځور: Reuters/S. Kumar

د متحدو امارتو د ترانسپورت چارواکو په خبره په دوبی کي څرخي الوتکي ته ورته هوايي ټکسي لومړۍ هوايي ازموينه بريالۍ وه.

په لومړۍ ازموينه کي دغه هوايي ټکسي د فارس خليج په ساحل کي ۲۰۰ ميرته لوړ پنځه دقيقې په هوا کي پاته سوو. سرعت ئې په ساعت کي ۱۰۰ کيلومتره ښوول سوی او کولای سي نيم ساعت پرواز وکړي. دغه ټکسي دوه کسان انتقالولای سي.

په دې هوايي ټکسي کي يو له بله بېلي نهه بيټرۍ او د ډاډمنتيا له پاره پراشوټونه لگول سوي دي.

دغه هوايي ټکسي چي د آلمان په کارلسروهه ښار کي اختراع سوی په پرمختگ کي ئې ډايملر شرکت هم ونډه لري. د دغو شرکتونو چارواکو ويلي دي چي دغه هوايي ټکسي به د عربي اماراتو د ستر ښار په ترانسپورت کي په کار واچوي.

د دوی په خبره د يو آپ په مرسته به مسافر کولای سي چي دغه ټکسي ځان ته راوغواړي يا ئې ريزرف کړي.

دغه ټکسي تر اوسه پوري يوازي پر هغو لارو پرواز کولا سي چي ورته په نخښه سوي دي. خو که ئې په مخکي کوم خنډ راسي غبرگون ښوولای نه سي.

د دغه هوايي ټکسي جوړونکي شرکت مشر فلوريان رويتر، په دې باور دی چي دغه ستونزه به هم حل سي. هغه د آلمان په شتوتگارت ښار کي د دغي الوتکي نندارې ته د وړاندي کولو پر مهال وويل: «په دې اړه باید پوښتنه نه وي چي دغه ستونزه به څرنگه سي. پوښتنه به دا وي چي موږ څرنگه کولای سو چي دغه ستونزه ژر ليري کړو.»

دا چي دغه هوايي (الوتکونکی) ټکسي دې ته تيار سي چي مسافر انتقال کړي يو څه وخت لا غواړي. د عربي اماراتو د مامورينو په خبره د دې له پاره چي دغه ټکسي اجازه ترلاسه کړي نژدې پنځه کاله وخت غواړي. ځکه په خبره ئې امنيتي تدابير ئې بايد ونيول سي او په ځينو مواردو کي بايد په ځينو قوانينو کي بدلون راسي.

زموږ له ارشيف څخه: