دمشق: چاودنۍ د دفاع وزیر وژلی دئ
۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه
د سوریې د دولتي تلویزون د رپوټ پر اساس د دغه هیواد د دفاع وزیر جنرال داود رجحه د چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د جولایي اتلسمه» په یوه چاودنه کې وژل شوی دئ. د راپورونو پر اساس دغه یو ځانمرگی برید وو چې په دمشق کې د سوریې د ملي امنیت پر ودانۍ تر سره شوی دئ.
د خبري آژانسونو له خوا په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي دي چې د چاودنې پر وخت په دغه ودانۍ کې یو شمیر لوړپوړي دولتي چارواکي موجود ول، ښایي چې په دغه برید کې یو شمیر کسان ژوبل شوي هم وي.
په لبنان کې د حزب الله د ډلې تلویزون المنار د راپور پر اساس په دغه برید کې د سوریې د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم الشار او د سوریې د ولسمشر اخښی آصف شوکت هم ټپیان شوي دي. په عین وخت کې د رویټرز خبري آژانس د سوریې د دولتي سرچینو په حواله خبر ورکړی دئ چې د بشارالاسد اخښي د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
دغه بمي چاودنه تر غرمې لږ څه د مخه هغه وخت وشوه چې په پلازمینه دمشق کې د رودا په ایالت کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډه روانه وه. دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په سوریه کې له تیرو څو ورځو راهیسې د دولتي ځواکونو او د اسد د مخالفینو تر منځ جگړو سخت زور اخیستی دئ.
راجحه د سوریې د دفاع وزیر، د لوی درستیز د معاون او د وزیرانو د شوری د مرستیال په توگه دنده درلوده.
دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم