دمشق او حلب کې لا هم جگړې ادامه لري
۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعهاعلان
د رپوټونو په حواله د سوریې دولتي ځواکونه په دې هڅه کې ده چې د حلب او دمشق په ښار کې د لاسه وتلې سیمې یو ځل بیا د یاغیانو څخه تر لاسه کړي. د بښنې نړیوال سازمان ایمنستي انټرنیشنل ویلي دي چې د حلب په ښار کې ملکي کسان له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ دي چېرې چې پر هغوی هوایي بمبارۍ تر سره کیږي. پر دې سربیره پلازمینې دمشق ته څیرمه د دریا په ښار کې هم د سختو جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشر د بیړنیو مرستو له پاره غږ کړی دئ.