دفاع وزارت: موږ ډيري نيمگړتياوي لرو
۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبهپه 2014 کال کي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د سپارلو انديښني له دي څخه پيدا کيږي چي د افغانستان د کورنيوچارو او د دفاع وزارتونه د کافي پوځي تجهيزاتو، پرسونل او پوځي روزنو د نه لرولو څخه سرټکوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند، ظاهرعظيمي، وايي چي وزارت د ځينو جدي ستونزو سره مخ دی.
د هغه په خبره، د افغانستان د دفاع وزارت د دي لپاره چي پياوړي او ځواکمن سي خپلي غوښتني يې نړيوالي ټولني ته وړاندي کړي دي. هغه وايي:
«موږ د افغانستان د امنيتي قواوو د جوړولو په حال کښي يو. موږ لا ډيري کمي او کاستي لرو. لا تر اوسه مو هوايي قواي نه دي تکميل سوي. موږ د افغانستان د اوردو د پياوړي کيدو لپاره، نړيوالي ټولني ته مشخص وړانديزونه ورکړي دي.»
په همدې حال کښي ځيني څېړونکي وايي چي د افغانستان د پوځ واکمني د ناټو او نړيوالي ټولني د ژمنو په عملي کيدو پوري تړلې. هغوی وايي که نړيواله ټولنه ستراتيژيک صداقت ولري او افغانستان هم ورسره همږغي وښيي، افغان ځواکونه کولای سي تر 2014 کال د مخه د افغانستان امنيتي مسوليتونه په غاړه واخلي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د دې دپاره چي افغان پوځ په مستقله توګه پوځي عمليات ترسره کړي، سقيله وسلو او هوايي ځواکونو ته اړتيا لري.
دغه چارواکي همدا راز زياتوي چي د افغان ځواکونو لخوا په خپلواکه توګه د پوځي عملياتو د نه تر سره کيدو اصلي لامل، د هوايي حمايت، او سقيله سلاحو نه درلودل دي.
عظيمي وايي: «موږ اوس د ناټو سره پر دې موضوع بحث کوو چي افغان هوايي ځواکونه پياوړي کړو او په نوو تجهيزاتو يې سمبال کړو. موږ غواړو چي د افغانستان هوايي ځواکونو ته دي نوري طياري هم ورکړل سي.»
نوموړی وايي، د افغانستان د اوسنيو شرايطو په پام کي نيولو سره، دغه هيواد نوي هوايي ځوا ک او د رادار دفاعي سيسټم ته اړتيا لري. دی وايي: د هوايي ځواکونو په برخه کښي بايد زموږ د رادار صنف فعال سي.
د افغانستان د امنيتي وضع په پام کي نيولو سره، دغه هيواد د دفع هوا او پياوړي هوايي سيسټم ته ضرورت لري.
دا په داسي حال کي ده چي په 2014 کال د افغان ځواکونو د قابليتونو په اړه اندېښني سته. په دې وروستيو کي د بحران تر نوم لاندي يو نړيوال سازمان په خپل راپور کي ليکلي دي چي په 2014 کال کي به د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، د دغه هيواد حکومت سقوط وکړي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند، وايي چي د ليزبن د پريکړي په اساس افغانستان د نړيوالي ټولني اوږد مهال ملاتړ لري او دوی به اجازه ورنکړي چي د افغانستان حکومت د طالبانو لخوا سقوط وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم ويلي دي چي افغان پوليس کافي روزنه نه لري او ددې لپاره چي امنيتي چاري په لاس کښي ونيسي، لاډيرو تجهيزاتو ته اړتيا لري.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل