دغه ژوی به مو تر مخه نه وي ليدلي؟
داسي بد خبرونه به مو زیات اورېدلي وي چي د ژويو فلانی نسل له منځه تللی او يا د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دی. خو نن درته هغه ژوی او بوټي درښيو چي تر مخه نړۍ نه پېژندل. ایا تاسو دا نسلونه مخکی ليدلي ول؟
دغه أخطبوط يا اته پښې لرونکی د اوبو حيوان کاسپر نوميږي
دغه د کېفالوپودس د کورنۍ غړی دی. په اصل کي د دغه ژويو نور نسلونه خپل رنګونه بدلولای سي، خودغه نسل يې بالکل سپين دی. کاسپر د کارتوني فلم د هغه کردار نوم دی چي روح ده او هميشه سپين وي. دغه اته پښې لرونکي د اوبو حيوان کي ژوند کونکي حيوان ته له کارتوني «کاسپر» سره د ورته والي له کبله دغه نوم ورکول سوی دی. «کاسپر» د نېکېر په ټاپو کي د NOAA په نوم ادارې د کارپوهانو له خوا د لومړي ځل له پاره کشف سو.
د دېبانو بچی
رفلېسياس د نړۍ د تر ټولو لويو بوټو څخه يو شمېرل کيږي. دغه بوټي داسي بوی ورکوي، لکه غوښه چي ورسته سوې وي. هغوی په سويل ختيځه آسيا او فلپين کي موندل کيږي، خو شمېر يې زښت کم دی. دغه بوټی چي انځور کي ليدل کيږي، د رفلېسياس کورنۍ له نسلونو څخه هغه تر ټولو کوچنی جسامت لرونکی نسل دی. د رفلېسياس کونسولويې نومي دغه بوټی په لومړي ځل د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په مياشت په «فایتو کيز» مجله کي معرفي کړل سو.
د ګوتي تر نوک لا کوچنی
په نړۍ کي د ذوحياتين يا پر يو وخت په اوبو او وچه د ژوند کوونکو حيواناتو د نسلونو شمېر تر ۷۰۰۰ څخه زيات دی. «هنومتي بوش» نومي دغه چونګښه چي د ګوتي تر نوک لا وړه ده، په هند کي بيا موندل سوې ده. د دغه نسل په هکله فکر کېدی چي سل کاله تر مخه لا له منځه تللی دی. دغه چُنګښه چي په ونو کي ژوند کوي په ډېر ښکلې توګه خپل ماشومانو ته خوراک ورکوي.
«نقاب لرونکی» زورو کشف سو
د پيرانهاس نومي کبانو د کورنۍ دغه غړی «ميلوپلوس زوروی» نوميږي. دغه کب ته ياد نوم د خيالي او نقاب لرونکي کردار زورو سره د شباهت لرلو له کبله ورکول سوی دی. دغه کب زڼي، تخمونه او سبزيجات خوري او تقريبا ۴۵ سانتۍ اوږدوالی لري. دغه کب د امازون ځنګل په سيند کي بيا کشف سوی دی.
ځلېدونکی مار
په هند کي په روانه پېړۍ کي په هند کي تر ۱۰۰ زيات تر مخه نه پېژندل سوي ذوحياتين کشف سول. د ګجرات ايزيز له مارانو دغه نسل ته د والاس اوپيس نوم ورکول سوی دی. دا مشهور بريتانوي عالم الفرېد رسل والاس په درناوي. دغه مار چي ځليږي د ۲۰۱۶ کال د مارچ د مياشتي راهيسي د پېژندل سوو ژويو په ليسټ کي ورزيات سوی دی.
اعلی څلور
د هند د لوېديځ په غرونو کي څلور نوي بوټي چي «ساسيدهاراني»، «نيو مودستا»، «کونسينا» او «ساسيدهاراني فار هيرسوتا» نوميږي بيا کشف سوي دي. د هغوی په هکله فکر کېدی چي څو پېړۍ تر مخه له منځه تللي دي. په انځور کي د هيمالايا بوټي تر سترګو کيږي.
تارانتولا راک ستوری
د امريکا په متحده ايالاتو کي د تارانتولا غني نوي نسلونه کشف سوي دي. په دغو نوو کشف سوو ۱۴ غنو څخه زياتو ته يې د سندرغاړو او ممثلينو نومونه ورکول سوي دي. د بېلګی په توګه پکښي يو نسل جوني کېش هم نومول سوی چي د راک موسيقۍ يو مشهور سندرغاړی دی. دغه غنه هغه ځای ته نژدې موندل سوې چيري چي ياد سندرغاړي خپله مشهوره سندره «فولسوم پريزن بلوس» ثبت کړې وه.
د تاريخ ښوونکی کيشپ
د کيشپ پا شمشتی ډېر اقسام په نړۍ کي موجود دي. په پاپوا نوی ګينيا کي اوس يو داسي کيشپ موندل سوی چي خپلوانو يې ۱۸ مليونه کاله تر مخه ژوند کاوه. د دغه زوړ تاريخ لرلو تر څنګ دغه کيشپ نوري ځانګړتياوي هم لري لکه سوربخونه رنګ يې.