«دغه جاذبه ساحلي ښار په ليدلو اررزي»
بی له شکه هر څوک غواړي چې بارسلونه وویني. د هسپانیې دغه لوی ښار په نړیواله کچه په تیرو دریو لسیزو کې د سیلانیانو له پاره ډیر په زړه پورې وو. د دغه ښار ځینې لرغوني او د لیدو وړ ځایونه تاسې په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ:
بندر
د ۱۹۹۲ م کال د المپیک د سیالیو په څنډه کې د بارسلونا ښار ته د رونق وربخښلو په خاطر په دې ښار کې ډیر تعمیراتي کارونه وشول. په دې ترڅ کې دغه بندر هم بی برخې پاتې نه شو. له هغه وخت راهیسې د «پورت المپیک بندر» د خپلو تفریحي ځایونو او رسټوراټونو له امله د قدم وهلو او شپې تیرولو له پاره پر یوه په زړه پورې ځای بدل شوی دی.
ساحلونه
آیا ساحلي او ښاري امکانات په یوه ځای کې ممکن دي؟ اووه لمر لرونکي ساحلونه او د لامبا ځایونه انسان خپل ځانته را جذبوي. له دې ځای څخه د ښار تر مرکزه پورې یوازې دیرش دقیقې د پښو مزل دی.
رامبلا
له ساحل څخه د بارسلونا لرغوني زړه ته د رسیدو لاره د رامبلا سیمه ده. دا کوڅه تر یوه کیلومتره زیات اوږدوالی لري چې د ښایسته ونو تر سیوري لاندې ده. د میلمنو د دمي له پاره د سړک تر غاړي چوکۍ ایښودل شوي، تر څو قهوه وڅښي او خپله دمه جوړه کړي.
پخوانې ښار
د رامبلا په شمال کې لرغونې ښار بری گوتیک" Barri Gòtic"موقعیت لري. په دې ځای کې د ۱۴ او ۱۵ مې پیړۍ لرغوني ودانې تر سترګو کیږي. په هغه وخت کې بارسلونه دومره د پاملرنې وړ نه وو. په دې ځای کې انسان د ترافیکو له شور او غږونو څخه په امان کې وي، ځکه دغه سیمه د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
ودانۍ
د ښار په مرکز کې پلسه رئال"Plaça Reial" د ملاقات کولو او شپې پاتې کیدو له پاره تر ټولو په زړه پورې سیمه ده.
د ساگرادا فامیلیا کلیسا
انتوني ګاودي د مدرنیزم سبک یو له مهمو مهمارانو څخه دی. هغه تر ۴۰ ډیر کلونه د ساگرادا فامیلیا کلیسا له پاره د انجینر په توګه کار وکړ. دا کلیسا د بارسلونه یو له مهمو نښو او د نړۍ یو له مشهورو ساختمانونو څخه دی. د دې کلیسا د جوړیدو کار په ۱۸۸۲ م کال کې پیل، او که هر څه د پلان سره سم پر مخ ولاړ شي، نو د دې کلیسا د انجینر د مړیني په سلمه کلیزه یعنې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې په ۷ نیته به یې کار بشپړ شي.
جهان گائودی
اوس هم سړی کولی شي له دننه څخه د دې کلیسا لیدنه وکړي. ګائودې خپل د معمارۍ په سبک کې له طبعیت څخه الهام اخیستې دی. د دې کلیسا ستنې یا پایې د ونو د تنو په څیر د پورته پر لور جګې شوي دي.
خوان میرو
بارسلونا یو الهام بخښونکی ښار دی. دا موزیم د مونتویچ " Montjuic" پر غونډۍ د خوان میرو په نوم یادیږي. نوموړی نقاش او مجسمه جوړونکی(خوان میرو) په ۱۸۱۳ کال کې په بارسلونا کې زیږیدلی دی. هغه په خپلو آثارو کې له فولکلور کاتالان له رنګونو او نقش له هنرونو څخه استفاده کوي.
فونت ماګیسا
فونت ماګیسا د یوه رومانتیک ملاقات ځای دی چې په ۱۹۲۹ کال کې د نړیوال نندارتون له پاره جوړ شوی دی. د دې آبشارونه په مختلفو رنګونو کې رڼا کوي.