دعراق کنفرانس
۱۳۸۷ خرداد ۹, پنجشنبهپر عراق باندی دامريکايي عسکرو د بريد څخه 6مياشتی وروسته دهغه هيوادداړتياوو په هکله شميرنی دپاملرنی وړوې . دمادريد د2003کال دعراق دبیارغونی په غونډه کی ويل سوې وه چه دغه هيوادپرخپلو پښو باندی د دريدو دپاره 56ملياردو ډالرو ته ضرورت لري .دامريکاحکومت غوښتل چی دهغې جملې څخه 20 مليارده ډالره دوی ورکي ،اودعراق اقتصادی معجزه بايدپخپله پر مخ ولاړه سی ۰ هغه مهال د عراق دهغه وخت لنډمهاله حکومت پدی خوښ ؤ چي د عراق څخه به دنژدې ختيځ جاپان جوړسي . خووروسته تر هغه ډيری نوری غونډي په اردون،دمصر په عربی جمهوريت،کويټ،اواوس په سويډن کي جوړه سو ي ده ۰په هغو کی ډيري وعدې وسوې ، اودپورونو دورپريښودو وعدې يې ورسره وکړې ،خودعراق حکومت ورځ په ورځ نااميدي ښيي .
اوس چه په سويډن کښي دعراق دپاره يو يو ورځنی بين امللي کنفرانس جوړ سوی دي ، او د سويډن صدراعظم هغه پرانيستې دی،انتظار کيږي چي د عراق سره به په دغه برخه کي کومک وسي .
د کنفرانس تر شروع کيدو دمخه د امریکا خارجه وزيري کوندو ليزا رايس د نړیوالي ټولني څخه د عراق په مقابل کښي د ډيري همکارۍ غوښتنه وکړه . رايس ومنل چه په عموي ډول په عراق کښي په ښه ډول پرمختګ ندی سوی .
د غونډي مشري د ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون او د عراق د صدراعظم نوري ال مالکي پر غاړه ده .