درې پاکستاني لوبغاړې او د هغوې دلال زندان ته و استول شول
۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعهتر دې وړاندې د پاکستان د کریکټ د لوبډلې پخوانی کپتان، سلمان بهټ، د دغه لوبډلې دوه نور لوبغاړي محمد عامر او آصف او د دوی دلال د یو برتانوي محکمې له لوري د پنجشنبې په ورځ په بند محکوم شوي ول.
محمد عامر په شپږ میاشتې، آصف په یو کال، د لوبډلې کپتان سلمان بهټ په دوه نیم کاله او د دوي دلال، مجید مظهر په دوه کاله او اته میاشتې زندان محکوم شوي دي.
پر دغو لوبغاړو تور وو چې تیر کال یې د انګلستان او پاکستان تر منځ په یوه لوبه کې «میچ فکسنګ» یا درغلي کړې وې.
قاضي جیریمي وویل چې د ټولو په نظر کې د کریکټ د لوبې ارزښت ډیر زیانمن شوی دی. هغه زیاته کړې چې د کریکټ لوبه اوس په کاروبار اوښتې.
د قاضي په وینا په زیانمن شویو کسانو کې هغه ځوانان هم شامل دي چې دغه لوبغاړو ته یې د قهرمانانو په سترګه کتل. هغه زیاتوي چې د کریکټ د لوبې مینه وال به اوس د هغه لوبو د پایلو په اړه چې تر دې پخوا ترسره شوي فکر کوي او په راتلونکې وخت کې به هم د لوبو د پایلو په اړه شک کوي.
دغه قضیه وروسته تر هغې رسوا شوه چې د یوې انګلیسي ورځپاڼې «News Of The World» یو راپورتر مجید مظهر ته ۱۵۰ زره پونډه ورکړل چې د پاکستان د کریکټ د لوبډلې د ځینو کسانو وفاداري واخلي.
مجید مظهر د محکمې پر وړاندې په خپل جرم اقرار وکړ او ویویل چې د نوموړې ورځپاڼې راپورتر ده ته ۱۵۰ زره پونډه ورکړي ول. د هغه په وینا هغه له دغه پیسو څخه ۶۵ زره پونډ آصف ته، ۱۰ زره پونډه سلمان بهټ ته او دوه نیم زره پونډه عامر ته ورکړي ول.
د دریو واړو لوبغاړو د جملې څخه یواځې عامر په خپل جرم اقرار کړی وو. هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان د ولس او د کریکټ د مینه والو څخه بخښنه غوښتي وه.
د پاکستان د کریکټ د لوبډلي پخواني کپتان، عمران خان، دا د کریکټ او پاکستان له پاره د شرم یوه ډکه ورځ بللې. د دغې لوبډلې بل پخواني کپتان، راشد لطیف، ویلي دي چې هیله لري نور لوبغاړي به له دې څخه سبق زده کړي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش