درې میلیونه افغانان د لوږې له کواښ سره مخامخ دي
۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعهد آکسفام او ماشومان وژغوری «Save The Children» په شمول نهو خیریه ټولنو د جمعې په ورځ ویلي دي چې په روان کال کې د ډیرو کمو بارانونو له امله په افغانستان کې د غنمو ۸۰ سلنه محصول له منځه تللی چې په پایله کې یې خلک د خوراکي موادو د کمښت سره مخامخ شوي دي.
د تیر کال راهیسې د خوراکي توکو د بیو کابو دوه ځلې لوړیدو کورنۍ دې ته مجبور کړي چې د یو وخت ډوډۍ کمه کړي، پیسې پور کړي او نورو ځایونو ته کډه شي. د بل پلوه په لرو پرتو سیمو کې د واورو د وریدو له امله د اړمنو خلکو سره د مرستو کول ګران شوي دي. د افغانستان لپاره د اکسفام مشر، منوهر شینوي، وایې چې د کلو اوسیدونکې د خوراکې موادو د زیرمو د ختمیدو له امله سخت کړیږي.
هغه زیاتوي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د واورې د اورښت له امله خلکو سره د مرستو کولو وخت له لاسه وځي.
د بدخشان او فاریاب په شمول د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۴یې د وچکالۍ سره مخامخ شوي دي. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ۱۴۲ میلیونو ډالرو بیړنۍ مرستو غوښتنه کړې، د دغو پيسو څخه یوازې اوه سلنه یې تر اوسه دغه سازمان ته ورکړل شوي دي.
د مرسته کوونکو ټولنو کارکوونکو خبرداری ورکړی چې که چیرې نړیواله ټولنه خپل غبرګون ونه ښیې او په راتلونکو څو اونیو کې متاثره شوو سیمو ته مرستې ونه رسوي په دغو سیمو کې به ماشومان د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.
د ماشومانو د ژغورني سازمان «Save The Children» څخه ډیویډ سکینر وایي چې کورنۍ په ژمي کې د اړتیا وړ خوراکي توکو او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري:
«مونږه پوهیږو چې ماشومان د لوږې سره مخامخ دي او په افغانستان کې د سؤ تغذي کچه هم لوړه ده.»
دغه چارواکی زیاتوي چې تر هغو چې افغانستان سره د مرستو کچه نه وي لوړه شوې په دغه هیواد کې به ماشومان د مړینې له کواښ سره مخا مخ وي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش