دبګرام محبس به افغانانو ته وسپارل سی
۱۳۸۸ دی ۲۱, دوشنبهاعلان
ددغي موافقې له مخي به دافغانستان حکومت په راتلونکي کي ددغه محبس کارونه ، لکه دتحقيقاتو، نيولواو بندي کولو، اودمحاکمي مسؤليت يې په خپل لاس کښي اخلي .
په همدې څوو راتلونکو ورځوکي به دهغوکسانو روزنه پيل سي چي ددغه محبس مسؤليت پر غاړه اخلي .
دامريکا يي چارواکو دوينا له مخي به افغانانو ته ددغه محبس دورسپارلو کار د2010 عيسوي کال ترپايه پوري ختم شوی وي .
په بګرام کي 750 کسان بنديان دي چي پر القاعده او طالبانو باندي دبريدونو پر وخت نيول شويدي . ددوی د جملې څخه 30 کسه افغانان ندي ، بلکه هغه کسان دي چي امريکا بیانو په نورو هيوادونوکي نيولي اوبګرام ته يې استولي دي .
دبګرام محبس امريکايانوپه 2006 کال کي د60مليونو ډالرو په لګولو جوړ کی .
RTRD/ رحيله اميري
کتونکی : محمد قاسم نوري