1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش څرنگه پيدا او اوس ئې وضعيت څنگه دی؟

۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبه

افراطي ډله «اسلامي دولت» چې د بروکسل د بریدونو پړه یې پر غاړه اخیستې ده، لومړی ډیره وړه ډله وه. دغه ډله په ۱۹۹۰ کلونو کې رامنځ ته شوه خو په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا له خوا پر عراق تر برید وروسته ډیره پیاوړه شوه.

https://p.dw.com/p/1IIZg
د داعش د موټرو کتار
انځور: picture-alliance/AP Photo

په بروکسل کې د سه شنبې ورځې بریدونه د اسلامي دولت له خوا وروستی ترهګریز عمل وو چې د اروپا آرام ژوند یې اخلال کړ. تیر کال په پاریس کې بریدونه تر عراق او سوریې دباندي د دغي ډلې تر ټولو لوی بریدونه ول.

امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۴م کال کې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد نړیوال ائتلاف رامنځ ته کړ. دا ائتلاف تر هغه وروسته رامنځ ته شو چې يادي ترهگري ډلې د عراق دویم تر ټولو لوی ښار موصل تر خپل کنترول لاندی راوست. دې ډلې همداراز په عراق او سوريه کې مذهبي اقلیتونه د خپلو بریدونو هدف وګرځول.

دغه ائتلاف د کوردانو او عراقي ځواکونو په مرسته له داعش څخه ځيني سيمي بیرته نیولي دي خو اوس هم دغه ډله ماته شوې نه ده. اوس اسلامي دولت د لیبیا په څیر نورو هیوادونو پر لور د غځیدو په حال کې ده.

که څه هم د اسلامي نړۍ ډېرو عالمانو دغه ډله غندلې ده، خو اوس هم ډیر ځوان مسلمانان له دې ډلې سره یوځای کیږي. پر دې سربیره اسلامي دولت مسلکي کسانو ته له سرتیرو نیولې بیا تر ډاګټرانو پورې، ښه امکانات برابروي او هغه خپلو لیکو ته جذبوي.

د اسلامي دولت شعار «دوام او پراخیدل» دی. دغه ډله غواړي تر خپل کنترول لاندي سیمې وساتي او نوري سیمې هم ورسره یوځای کړي.

دغه ډله په عراق او سوریې کې مرکزیت لري خو په نورو هیوادونو کې یې هم پلویان د قدرت له خلا څخه په ګټي اخيستلو سره د ځان له پاره ځای پيدا کړي.

د اسلامي دولت ډلې مشرتوب په لومړي سر کې ابو مصعب الزرقاوي کاوه. هغه په لومړي سر کې د القاعدې تر نامه لاندي عملیات کول. هغه په عراق کې له خپلو فعالیتونو سره د سني او شعیه مسلمانانو تر منځ اختلافات ډیر کړل. هغه هیله لرله چې د صدام حسین تر مړینې وروسته په عراق کې د کورنۍ جګړې له رامنځ ته کولو سره له حالاتو ګټه واخلي.

د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن، او نور غړي په دې اړه چې الزرقاوي مسلمانان وژل، اندیښنه څرګنده کړه. پر دې سربیره که څه هم القاعدې د یوه خلافت له رامنځ ته کیدو سره اختلاف نه لاره، خو هغه یې یو خوب باله، اما الزرقاوي، بیا ټینګار کاوه چې د خلافت رامنځ ته کولو له پاره سم وخت همدا دی.

په ۲۰۰۵م کال کې الزرقاوي په اردن کې یو ځانمرګی برید رهبري کړ چې په پایله کې یې ډېر ملکي کسان ووژل شول. دې عمل وښوده چې هغه نه یوازې دا چې په اسلامي هیوادونو کې بریدونه کول غواړي، بلکې دا هم چې هغه د ملکي وګړو ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.

الزرقاوي اته میاشتې وروسته د بغداد په شمال کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو. د هغه ډله چې وخت نا وخت به یې خپل نوم بدلاوه، په څو کلونو کې ډیره ضعیفه شوه. خو په ۲۰۱۰م کال کې د نوي مشر په راتلو سره هرڅه بدل شول. د دې ډلې په نوي مشرتابه کې اوسنۍ رهبر ابوبکر البغدادي هم شامل وو.

په سوریې کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو سره د دې ډلې د غړو شمیر او نفوذ هم ډیر شو. په ۲۰۱۴م کال کې دغي ترهګري ډلي په رسمي توګه له القاعدې د جلا کېدو اعلان وکړ او خپله نوم یې لنډی بڼي ته راواړه.

داعش د هغو کسانو پر ضد سخت اقدامات کوي چې پر ضد يې غږ پورته کوي. دغه ډله د خپلو دښمنانو او هغو کسانو چې له ایدیالوژي سره یې موافق نه وي سرونه پرې کوي، ورته اور ورته کوي او په نورو ظالمانه طریقو یې وژني.

د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو په ډله کې ډیر اروپايي مسلمانان هم شامل دي چې د کارپوهانو په نظر په خپلو ټولنو کې ځان ادغام شوی نه ګڼي.