1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش په جوزجان کې د سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

چارواکو ویلي دي چې وسله والو د چهارشنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې د سره صلیب کمیټې شپږ ځایي کارکوونکي په ډزو وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2XAlC
Symbolbild Afghanistan - Rotes Kreuz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د سره صلیب سازمان په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «موږ تائيدوو چې د سره صلیب شپږ کارکوونکي وژل شوي او دوه تنه نور لادرکه دي.»

په دغه لنډ پیغام کې زیاته شوې ده چې د سره صلیب سازمان د دې پیښې له کبله سخت خواشینی دی.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیز، ويلي دي چې دغه کسان هغه وخت د جوزجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې د ترهگري ډلي داعش د غړو تر برید لاندي راغلل چې څارویو ته د خوراک د ویشلو په موخه دې سیمې ته روان ول.

والي زیاته کړې ده چې د دغو کسانو مړي د ځایي مشرانو په مرسته ترلاسه شوي دي او اوس د دې له پاره هڅې رواني دي چې دوه نور لادرکه شوی کسان وموندل شي. عزیز روښانه کړې ده چې دغه کار هم د ځايي مشرانو په مرسته روان دی.

تر دې څه نا څه یوه میاشت مخکې د سره صلیب یو هسپانوی کارکوونکی په کندز ولایت کې برمته نیول شوی وو او تر۱۹ورځني بند وروسته بیا بیرته آزاد شوی وو.