خلیلزاد د چین، روسيې او اروپا له استازو سره ویني
۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې راغلي دي: «د بحث په موضوعګانو کې د افغانستان د سولې د بهیر نړیوال ملاتړ، هغه نقش چې هر اړخ یې د جګړې د ختمولو په برخه کې لوبولی شي او تر اوسه پورې رامنځ ته شوي پرمختګونه شامل دي.»
د امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره کیدونکې دې غونډه کې به د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د چین ځانګړی استازی دینګ شيجون او کابل ته د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالد کوبیا حضور ولري.
په غونډې کې به خلیلزاد خپلو سیالانو ته د هغو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي چې تر اوسه پورې له طالبانو سره په خبرو کې رامنځ ته شوي دي. امریکایي او طالب استازي له میاشتو راهیسې په قطر کې مذاکرات لري او تر اوسه پورې یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ترهګرو ډلو له خوا د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان د نه استفاده کیدو په برخه کې په خبرو اترو کر پرمختګونه شوي دي.
طالبان اوس هم د ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي او ادعا کوي چې دا حکومت د امریکا متحده ایالاتو لاسپوڅی دی.
د امریکا مرکچیان اوس پر طالبانو باندې فشار راوړي چې یوه اوربند او له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته غاړه کښیږدي. خو په دې مرحله کې د امریکا او طالبانو مذاکرات یوازې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او همداراز د ترهګرۍ ضد تضمینونو پر موضوعګانو متمرکزې دي.
(ms/nz (rtre