1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد د افغان سولې په اړه د هند له چارواکو سره غږیدلی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، سره لیدلي او د افغان سولې د روانو هڅو په اړه یې هغې ته معلومات ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/3I3WZ
USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار، پر خپله تویتر پاڼې باندې د دوشنبې په ورځ لیکلي دي چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ځانګړي استازې زلمي خلیلزاد، د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، سره لیدلي او هغې ته یې د دوحې د غنډو په اړه معلومات ورکړي دي.

کومار زیاته کړې ده: «دواړو اړخونو افغانستان ته د سولې او پراختیا په راوستولو کې د سیمه ایزو ښکیلو اړخونو د نقش په اړه بحث وکړ.»

د خلیلزاد په مشرتوب د امریکا د استازو یوه ډله له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته یوه حل لاره ومومي.

هندوستان هم د افغانستان د سولې بهیر ځکه له نزدې څاري چې ویره لري طالبان د سولې د یوه احتمالي تړون په پایله کې بیا په واک کې ښکیل شي او له افغانستان څخه هند ته یو ګواښ رامنځ ته کړي. نوي ډهلي طالبان او اسلام آباد چې سیمه ایز رقیب هیواد یې دی، سره ډیر نزدې بولي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله تویتر پاڼه باندې په خپاره شوي لنډ پیغام کې زیاته کړې ده: «هندوستان به په راتلونکو ورځو کې [د افغانستان د سولې په تړاو] له کلیدي متحدینو سره ګډ کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سره بحثونه له ستونزې سره مخامخ شوي دي.

طالبان ټینګار کوي چې امریکا باید د دې کار له پاره یوه نیټه اعلان کړي، خو امریکا وایي چې طالبان باید لومړي یو اوربند اعلان کړي، له افغان چارواکو سره خبرو ته کښېني او تضمینونه ورکړي چې افغانستان به نور د ترهګرو په پټنځای نه بدلیږي. د واشنګټن په خبره تر دې وروسته به یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نیټه په ډاګه کړي.

(ms /nz (AFP