خبرونو په انځور او متن کي
په افغانستان او پاکستان کې زلزله وشوه
د ۶،۳ درجو په کچه يوې زلزلې تېره شپه د افغانستان خاوره يو څو دقيقې لړزولې ده. په زرونو انسانان سمدلاسه سړکونو ته راووتل ځکه چې د اکتوبر مياشتې په پای کې هم ورته داسې يوه زلزله شوې وه. هغه مهال د ۷،۵ په مقدار ټکانونو په افغانستان او پاکستان کې څه باندې ۴۰۰ انسانان وژلي ول. دا ځل هم د زلزلې مرکز د افغانستان په غرني بدخشان ولايت کې پروت و چې په ګاونډي پاکستان او هند کې يې هم ټکانونه محسوسېدل.
هوايي بريد په سوريه کې د ياغيانو مشر وواژه
په سوريه کې د تندلارو اسلامي ياغيانو يو تر ټولو مهم مشر، زهران علوش پلازمېنې دمشق ته څېرمه په هوايي بريد کې وژل شوی دی. د سُني مذهبه جيش الاسلام نومې ډلې ۴۴ کلن مشر د پنځو مهمو قوماندانانو سره يو ځای په غوته ناحيه کې ووژل شو. دغه راپور د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان ورکړی دی. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې چا دغه بريد تر سره کړی دی.
داعش جنګيالي غواړي چې له دمشق څخه ووزي
د يوه بې ساري تړون له مخې چې د سوريې واکمن بشار الاسد او د جهادي «اسلامي دولت» نومې ډلې» تر منځ شوی دی دې ته زمينه برابره شوې ده چې په سوونو د داعش جنګيالي او نور تندلاري کسان د پلازمېنې دمشق له جنوب څخه ووزي. د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب شوی توافق په پام کې لري چې جنګيالي له خپلو کورنيو سره په دغه شنبه د فلسطينيانو پنډغالی يرموک او د القدم او الحجر الاسود پرېږدي او په الرقه او مريه ته يوړل شي.
شتاينماير د اروپايي سرحدونو زيات کنترول وغوښت
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير له هغه وروسته د سرحدونو د اغېزمنې ساتنې غوښتنه کړې ده چې د داعش جنګياليو په لاس کې د جعلي پاسپورټونو لوېدلو ته شواهد او څرکونه موندل شوي دي. شتاينماير رسنيو ته ويلي دي چې په دې اړه بايد زيات کنترول لاس ته راوړل شي چې څوک اروپا ته ننوزي او بېرته ورڅخه وزي. په ورته وخت کې شتاينماير خبرداری ورکړی دی چې کډوال دې له مشکوکو ترهګرو سره «ګډ نه شي کړای.».
له ترکيې څخه د يونان په لور د کډوالو بهير لا دوام لري
د يونان پيرېوس نومي بندر ته د جمعې په ورځ تقريبا ۱۷۰۰ کډوال رسېدلي دي. د سمندري پوليسو په حواله هغوی ځانونه له ترکيې څخه د يونان لېسبوس، چيوس او ساموس جزيرو ته ورسول. په دې ترتيب له دوشبنې راهيسې پيرېوس ته د تلونکو انسانانو شمېر ۱۲۰۰۰ شمېرل شوی دی. هغوی د خپلو څرګندونو له مخې غواړي چې ځانونه له دې لارې لويديځې اروپا ته ورسوي.