خبرونه په متن او انځور کې
خبرونه په متن او انځور کې
«ښایي په یونان کې د مهاجرو وضعیت لاپسې خراب شي»
د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي اداره یا «یو ان اچ سي آر» اټکل کوي چې د یونان او مقدونیا پر پوله د کډوالو بند پاتې کیدل ښایي د یوه بشري ناورین سبب وگرځي. د کډوالو د چارو دغې ادارې په ژنیف کې ویلي دي مهاجرو ته د سرپنا او د خوراکي توکو او څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې ستونزې شته. اوس مهال په یونان کې ۲۴۰۰۰ تنه د شمال پر لور د سفر کولو له پاره انتظار باسي.
افغان پولیس، خپل څلور ملگري وژلي دي
د یوه افغان چارواکي په وینا د افغانستان په سویل کې یوه پولیس خپل څلور ملگري وژلي دي. اسوستید پرس خبري آژانس د روزگان امنیه قومندان، جنرال غلام سخي روغ لیوني له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د دغه پیښې د رامنځ ته کیدو وروسته نور ۱۱ تنه پولیس هم لادرکه دي. هغه زیاته کړې ده چې لا هم دا روښانه نه ده چې په اصل کې په دغه پوسته کې څه پیښ شوي دي.
د جزا نړیواله محکمه د کلتوري آثارو د ویجاړولو قضیه څیړي
د جزا نړیواله محکمه د لومړي ځل له پاره د نړیوالو لرغونو کلتوري آثارو د ویجاړولو قضیه څیړي. په دینهاگ کې د مالي هیواد د یوه شکمن تندلاري اسلامپالې پر ضد محاکمه پیلیږي چې ویل کیږي په تمبکټو کې یې د کلتوري آثارو په له منځه وړلو کې پراخه ونډه درلوده. ویل شوي دي چې دغه کس د «انصار الدین» په نوم د تندلارې ډلې غړی دی. دغې ډلې په مالي کې څو سوه کلن پخواني جوماتونه او د مسلمانو عالمانو مقبرې ورانې کړې وې.
«اوسمهال په سوریه کې اوربند له خطر سره مخامخ نه دی»
د شنبې له ورځې راهیسې په کورنۍ جگړې ځپلي هیواد سوریه کې نافذ اوربند د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له نظره اوسمهال له یوه گواښ سره مخامخ نه دی. په واشنگټن کې له خپل آلماني سیال فرانک والتر شتاین مایر سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې له اوربند څخه د سرغړونې ټول رپوټونه به وپلټل شي. دواړو وزیرانو تر پنځه کلنې جگړې وروسته اوربند د سوریې له پاره د هیلې د یوې نخښې په توگه یاد کړی دی.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو له پاره پریکړنده ورځ
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ته د کاندیداتورۍ په سیالۍ کې د متحدو ایالاتو دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي نن د سه شنبې په ورځ د یوې قاطع پریکړې پر لور حرکت کوي. په اصطلاح د «سوپر ټیوز ډی» په ورځ رایې ورکونکي د متحدو ایالاتو په ډیر شمیر ایالتونو کې په دې هکله رایې ورکوي چې د گوند کوم نوماند یې باید د نومبر میاشتې پر اتمه نیټه د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال سیالي وکړي.