1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حیات بومدین په ترکیه کې لیدل شوې ده

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

د پاریس د ترهگرو خونړي بریدونو د یوه شکمن وسله وال د ژوند ملگرې د ترکیې له لارې سفر کړی دی او د سوریې پولې ته څیرمه لادرکه شوې ده. دغه خبر د ترکیې یوه استخباراتي چارواکي ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1EIVF
انځور: Photo by Direction centrale de la Police judiciaire via Getty Images

د ترکیې د یوه استخباراتي چارواکي له قوله حیات بومدین، د جنوري میاشتې پر دوهمه نېټه استانبول ته پرواز کړی دی. حیات بومدین په پاریس کې د یهودانو په یوه مارکیټ کې د یرغمل نیونې د یوه شکمن عامل امدي کولي بالي، د ژوند ملگرې وه. نوموړي چارواکي ادعا کړې ده چې د سوریې پولې ته څیرمه د «شانلي اورفا» سیمې ته تر سفر کولو د مخه هغې دوې شپې په استانبول کې تیرې کړي دي. د هغې په تعقیب نوموړې میرمن غایبه شوې ده. چارواکي داسې اټکل کوي چې ښایي هغه سوریې ته اوښتي وي.

پر دغه ۲۶ کلنه افریقایي الاصله فرانسوې میرمن باندې په لومړي سر کې د امېدي کولي بالي سره یو ځای د پنجشنبې په ورځ د پاریس په اطرافو کې د یوې پولیسې د وژل کیدو شک کیده. کولي بالي د جمعې په ورځ په پاریس کې د یهودانو په یوه مارکیټ کې د یرغمل نیونې د پیښې وروسته د پولیسو له لوري ووژل شو. د یرغمل نیونې په دغه پیښه کې څلور کسان هم ووژل شول.

د دغه برید وروسته، د فرانسې پولیسو بومدین، «په وسلې سمباله او خطرناکه» وبلله. خو اوس د نوو څرگندونو له مخې داسې بریښي چې ښایي هغه په پاریس کې د ترسره شویو جنایتونو پر مهال هلته موجوده نه وه.

د فرانسې چارواکي داسې فکر کوي چې ښایي بومدین د تندلارو اسلامپالو د ډلې او د بېلابېلو برید کوونکو تر منځ د اړیکو په هکله مهم معلومات ولري. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې بومدین د شریف کواشي له میرمنې سره نزدې اړیکې درلودې. شریف کواشي پر «چارلي ابدو» طنزي مجلې باندې د چهارشنبې د ورځې د بریدو کوونکو څخه یو اصلي شکمن گڼل کیږي.

بومدین په ۲۰۰۹م کال کې له کولي بالي سره نکاح تړلې وه، چې په رسمي توگه له فرانسوي چارواکو سره راجستر شوې نه وه. د عدلې څانگې د سابقې له مخې حیات بومدین د فرانسې داخلي امنیتي خدماتو ته له تندلارو سره د نزدې اړیکو له کبله مطلوبه وه.

د ترکیې استخباراتي چارواکو په وینا کله چې بومدین د ترکیې له لارې تیریده، نو د پاریس له لوري د معلوماتو د کمي له کبله هغه نه ده نیول شوې.