حکومت: د استانبول د غونډي سره ډيري هيلي تړلي دي
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهدا ځل به د هغو اولسو سيمو نومونه چي د امنيت د ليږد په دوهم پړاو کي به يې چاري افغان دولت ته سپارل کيږي د استانبول په غونډه کي اعلام سي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشري يو لوړپوړي يلاوي د دوشنبې په ورځ تر کيې ته سفر کړی تر څو د استانبول د غونډي تر مخه په يوه درې اړخيزه غونډه کي گډون وکړي.
تمه کيږي چي د امريکا متحده ايالتونه به د استانبول په غونډه کي پر پاکستان فشار واچوي تر څو د طالبانو اوحقاني ډلي په ځپلو کي له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې سلاکار فريد مامونزی وايي، افغان ولسمشر حامد کرزي به د استانبول په غونډه کي د هغو سيمو نوم لړ اعلام کړي چي د امنيت د ليږد د دوهم پړاو په ترځ کي به سرکاري ځواکونو ته وسپارل سي.
د هغه په خبره د استانبول د غونډي څخه ډيري تمي لرو، او په پام کي ده، پر هغه خبره ډير ټينگار وسي، چي بهرنيان اوس خپله دا مني، چي د ياغيانو پټنځايونه په پاکستان کي دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې سلاکار وايي، چي د امنيتي مسوليتونو د ليږد په لومړي پړاو کي له يوې ستونزي سره مخ سوي وو، او هغه دا چي د سپارل سويو سيمو خلک نه پوهيدل چي د امنيت د ليږد بهير څه مانا لري.
خو نوموړي وايي چي دا ځل به د عامه پوهاوي په برخه کي ډير کار وکړي او زړه تيروتنه به نه تکراريږي.
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند آلمانی جنرال ياکوپسن وايي، امنيتي حالت مخ پر ښه کيدو دی او دوی له افغان ځواکونو سره يو ځای خپلو موخو ته د رسيدو له پاره لاره لنډوي.
« امنيتي حالت مخ پر ښه کيدو دی، ياغيان اوس په خپلو پټنځايونو کي، چي په پاکستان کي دي پټ دي. د استانبول په غونډه کي به پردې خبري وسي، چي ياغيان د پاکستان د پټنځايونو څخه افغانستان ته گواښ پيښوي.
پتېيل سوې چي افغان امنيتي ځواکونه به د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري د ټول هيواد امنيتي چاري په خپله غاړه واخلي.
د ترکيې په استانبول کي د جوړيدونکي غونډي يوه اصلي موخه هم له ګاونډيو ملکونو افغانستان، ته د هغو ورپيښو ګواښونو مخ نيوی دی، چي هلته يې حکومت او پرمختګونه له ننګونو سره مخ کړي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل